مارچ 4, 2021

د پیازو اوبه د ويښتانو د نمو او ښایست سره مرسته کوي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
ويښتان د انسان د ښکلا یوه مهمه برخه ده، نو ځکه باید پاملرنه ورته وشي او ښه پالنه یې وشي.
د ښو او ښکلو ویښتانو پالنه کار غواړي. که غواړئ چې ویښتان مو ښه شي او ښه وځلیږي، دا کار ژر نه کیږي وخت ته ضرورت لري. ګڼې لارې چارې شته چې د ښو ویښتانو له پاللو او لرلو سره مرسته کوي. یوه یې هم د پیازو اوبه دي.
د پیازو اوبه کولای شي مرسته وکړي چې ستاسو ویښتان په لږ وخت کې ښه نمو وکړي، ځلند او ښکلي شي. همدارنګه دا چار د ويښتو د زر سپیندو مخه هم نیسي او د سر د ویښتانو منګ یا (د سر شوره) له منځه وړي.
خو څه ډول کولای شو چې دا کار وکړو؟
د اړتیا وړ مواد:
۱)یوه قاشوقه د پیاز اوبه
۲)پاکه پنبه ( مالوچ)
پنبه د پیازو په اوبو کې وهئ چې لمده شي. بیا هڅه وکړئ چې دا پنبه د سر په ټولو پوستکو کې ووهئ کله چې ډاډه شوئ چې په ټوله سر مو د پیازو اوبه وهلي دي نو د 15 دقیقو څخه تر یو ساعت پورې یې پریږدئ. وروسته مو ويښتان په شامپو ووینځئ.
د پیازو اوبه د سر د پوستکي د پارولو سبب کیږي، د وینې دوران چټکوي او د ويښتو تغذیه ورسره زیاتیږي چې په نتیجه کې یې ويښتان په طبیعي توګه تازه، ځلنده او ښکلي کیږي.
همدارنګه دا چاره د پوستکي د ستونزو مخه هم نیسي او ویښتان هم سموي.
نو که غواړئ وېښتان مو ښایسته شي ورځ کې یا اونۍ کې یو ځل دا لارښود عملي کړئ.