مارچ 2, 2021

اونیز پلان، یانې له ژونده خوند اخیستل

ژباړه: نجم الرحمن ناصري 

تاسو هغه دندې ترسروئ چې برنامه مو ورته جوړه کړې وي. د یوې اونۍ پیل هغه هم بې له کومې برنامې څخه داسې دی، لکه د مون بولان د غره سرته د ختلو لپاره زیار ایستل، بې له کومې استراتیژۍ د پورته کېدلو لپاره او یا هم په ژور ځنګله کې پلی تګ بې له کوم قطب نما.
د معجزې لپاره ایسارېدل مهم دي، خو دا په دې مانا نه ده چې تاسې خپل انساني نبوغ او یا شخصي مسوولیت ادا نه کړئ. کولای شئ، بلوغ او مسوولیت مو په یوه روښانه او متفکرانه اونیز پلان باندې ښکاره کړئ، چې انرژي زیاته، ټاکنې مو تنظیم او تعادل مو تضمین کړي.
هره جمعه ورځ ۳۰ دقیقې وخت وټاکئ، چې «د یوې ښکلې اونۍ لپاره طرحه» جوړه کړئ. دا کار مو په یوه کتابچه کې د تېرې اونۍ د مهمو کارونو په لیکلو پیل کړئ. وروسته هغه درسونه مو چې زده کړي، یادداشت کړئ، چې په راتلونکې اونۍ کې له دې څخه ښه تصامیم ونیسئ.
وروسته له هغې خپل ټول تعهدات د سهار له لمانځه تر ماخوستن لمانځه پورې د یوه کاغذ پر مخ، چې د اونۍ ټولې ورځې مو پر هغه لیکلې وي، ولیکئ. اړینه مسئله دا ده چې یوازې کتنې او کاري پروژې مه پرې لیکئ.
په دقیق ډول، د ورزش وخت د لمانځه وخت له دوستانو سره د لیدلو وخت او هغه موارد چې باید ور څخه لرې واوسئ، ولیکئ. دا کار مو په ورځو کې تمرکز زیاتوي، عزم او حرکت مو ډېروي او ستاسو د ژوند تعادل په بیساري توګه زیاتوي.
ټولو څخه اړینه خبر دا ده چې هر څومره ډېر پوه شې، هغومره خپل ژوند ښه ترسروئ. مشهور او غټ کسان تل په زده‌کړه پسې دي. باید له محدودو کسانو څخه واوسئ چې اتلولۍ ته رسېږي او خپل مهارتونه ډېروي.
هره ورځ لږ تر لږه د ۶۰ دقیقو لپاره مطالعه وکړئ. د تلپاتې رشد لپاره مو نه ماتېدونکی تعهد ولرئ. ورځنۍ زده‌کړه ستاسو خرد او عقل ډېروي او لوړو درجو ته مو رسوي. په دې توګه په یوه متفکر کس بدلېږئ.
هر ګټور کتاب مطالعه کولای شئ، خپله کتابچه مرور او یا د زده‌کړې په یوه آنلاین پلان کې ګډون وکړئ، له یوه استاد سره وغږېږئ او د مهارتونو د ډېرولو لپاره مو ګټورې ویدیوګانې وګورئ. کله چې په خپلو قوي موخو سرمایه‌ګذاري کوئ، په یوه ډېر ښه او مهم کس بدلېږئ او خپلې ټولې دندې په ښه توګه ترسروئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي