ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

یو اړخیزه مینه؛ ولې رامنځته کیږي، څنګه ترې ځان خلاص کړو؟

لیکنه: صادق طارق

په مېنتوب کې تر ټولو بد حالت کیدای شي همدا د یو اړخیزې مینې حالت وي.

دا ډول مینه پوره عذاب وي. یو اړخیز مېن داسې حیثیت لري، لکه یو څوک چې چا ته پیسې ورکوي او په بدل کې یې نه یوازې څه نه ترلاسه کوي؛ بلکې پیسو ته یې هم اور پورې کیږي.

البته مینه تر پیسو زرګونه چنده ارزښت لري او هیڅ د مقایسې څه ورسره نشته.

د مینې په بدل کې د مینې نه ترلاسه کول خورا بده او تر ټولو ستر عذاب دی.

ولې ځینې خلک په دغه عذاب اخته کیږي؟

که پرې اخته یوو، څنګه ترې د خلاصون هڅه وکړو؟

د یو اړخیزې مینې نښې

څنګه پوه شوو، چې زموږ مینه یو اړخیزه ده؟

دلته به یې ځینې نښې نښانې درسره شریکې شي.

ـ د خبرو پیل همېش تاسې کوئ.

ـ ستاسې هغه احترام، چې حق مو جوړیږي، نه درکوي.

ـ یوازې تاسې یې د لیدنې کوښښ کوئ، هغه داسې کوشش نه کوي.

ـ په ښکاره درته مقابل لوری پوهوي، چې علاقه درسره نه لري، خو تاسې بیا هم ورپسې هڅه کوئ.

ـ د نورو لیدل درته هغومره لومړیتوب نه لري، لکه د هغه لوري چې ورباندې مېن شوي یئ.

ـ مقابل لوري ته ستاسې اړیکه نیول او نه نیول کوم ارزښت نه لري.

ـ مقابل لوری زیات وخت نه درکوي، حتا پيغامونه نه در ځوابوي.

ـ په مستقیمه توګه یې نه شئ موندلی، له مشترکو دوستانو څخه یې ادرس اخلئ او پيدا کوئ.

ولې یو اړخیزه مینه؟

یو اړخیزه مینه رامنځته کیدل مختلف لاملونه لري، لکه:

ـ تاسې ته یو څوک زیات جذابیت لري، تاسې نه ورته لرئ او په یو اړخیز ډول پرې مېنیږئ.

ـ ستاسې محرومیت او ترخې تجربې تاسې په یوه خوږ نظر په تاسې مېنوي، یانې د محرومیت او کمترۍ احساس لرئ.

ـ یوازیتوب او نادیده ګي مو هم یو ځل په یوه چا مېنوي.

څنګه یې مخنیوی وکړو؟

یو اړخیزه مینه حل لاري هم لرِي، چې که هڅه وشي، تاسې له دغه بحرانه ویستلی شي.

په دې برخه کې دا ټکي مه هېروئ:

ـ خپل احساسات وپېژنئ، چې پوه شوئ زر مېنیدل مو د ضعف نقطه ده، بیا یې مخه نیولی شئ او زر زر حق و ناحقه نه مېنیږئ.

ـ یو اړخیزه مینه مو له مقابل لوري سره په فاصله اخیستو مدیریت کړئ. د مقابل لوري چلند وارزوئ او د خپل غرور او حیثیت د ساتلو له هڅې سره دا مینه ختمه کړئ.

ـ بې کاري مو کمه کړئ ترڅو د یو اړخیزې مینې په اړه فکر ته وخت پيدا نه کړئ.

– موخې مو وارزوئ او ووینئ، چې دا یو اړخیزه مینه مو څومره ژوند او احساساتو ته تاوان رسوي.

– ورزش وکړئ، دا به هم ستاسې د ذهن او وخت په مدیریت کې مهم نقش ولري.

– د ځان غلطولو لپاره نیشه یي توکیو ته مخ مه اړوئ، حتا که سګریټ یا بل اعتیاد لرئ، هغه هم پای ته ورسوئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق