په هندوستان کې نوی یو اوریز کریکټ پیلیږي

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: بهار سمسور

د یو شمېر مشهورو لوبغاړو ویرینډر سهواګ، سریش رینا،برینډان مکلم،تلکرتني دلشن،هربجن سېنګ، محمد کېف، ځوان شبمېن ګېل او ځينو نورو لوبغاړو په شتون کې د یو اور (سوپر اور لیګ) پیلیږي.

د دغې لوبې قوانین د کریکټ پر ټولو اصولو مالامال دي، خو د سوپر اور په څېر هره لوبډله به دری لوبغاړي لري او همدا دری لوبغاړي به توپ وهنه او توپ نیونه کوي.

دغه ټورنمېنټ د روانې مارچ میاشتې په ۱۵ تاریخ پیلیږي او د اپرېل تر ۲۱ نیټې به دوام وکړي.

چې د څلورو لوبډلو تر منځ به ۱۲ لوبې تر سره شي.

لومړۍ لوبه به د مارچ په ۱۵ تاریخ تر سره شي، او ورپسې به په ترتیب سره د یوه ورځینۍ دمې وروسته لوبې کیږي.

IB Cricket Super leage episode release schedule په هندوستان کې نوی یو اوریز کریکټ پیلیږي

په دغه ټورنمېنټ کې څلور لوبډلې د دریو غښتلو لوبغاړو په شتون کې د یو بل خلاف لوبیږي.

دغه څلور واړه لوبډلې د بلو بلېسټر، یالوو سټرایکرز،بلاک تندرز،او اورېنج چارجرز په نومونو سره یادې شوې دي.

د دغه نوي شکل کریکټ ټورنمېنټ جالبوالی دا دی چې د لیګ لوبو وروسته به درۍ پلې اف او هم دری فاینل لوبې تر سره کیږي چې وروستۍ پای لوبې ته به هغه دوه لوبډلې لار پیدا کړي چې د نومرو په جدول کې يې لومړی او دوهم مقام تر لاسه کړی وي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.