خوندیتوب د ماشوم نړۍ روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

اومېندواري او ميرګي؛ آيا د درملو له ناوړه پايلې خبر یاست!

ژباړه: نسیمه محمدي

له هرو لسو ماشومانو څخه چې میندو یې د صرعې/ میرګي درمل مصروفوي، یو تن د بدن د غړو معلولیت لري.

په زیات شمېر مېرمنې د اومېندوارۍ پر وخت د میرګي د درملو د مصرف له زیانونو (مورزادي معلولیت) څخه بې خبره دي.

یوه څېړنه چې د خیریه ټولنو (د میرګي پر وړاندې اقدام)، (میرګي/ صرعي ټولنه) او (ځوانې صرعې) له لوري ترسره شوې، پایله ترلاسه شوه، چې د هرو لسو مېرمنو څخه، چې یوې يې د میرګي ضد درمل (والپرواټ/ sodium valproate) مصرفول، د درملو د احتمالي ګواښونو او د ماشوم د بدن د غړو د نواقصو سبب کېږي، ناخبره دي.

دا څېړنه په ۷۵۱ برېټانيايي نويو ځوانانو او مېرمنو، چې دا درمل کاروي او نږدې یوه پر پنځمه د درملو د جانبي او راتلونکو زیانونو څخه ناخبره وو، ترسره شوه.

څېړونکي اټکل کوي، د هرو هغو لسو ماشومانو څخه چې ميندو یې (sodium valproate)، د اومېندارۍ پر وخت خوړلي، یو ماشوم د مورزادي آنومالۍ/معلوليت سره، زېږي او د ۴۰% زېږېدلي ماشومان، احتمال لري بدني وده له ځنډ سره مخ او له ذهني معلولیتونو وکړېږي.

سایمون ویګلزورث، د صرعي په وړاندې د مبارزې سازمان نایب اجرايیه رییس وویل:

په اصل کې هېڅ د منلو وړ نه ده، هغه مېرمنې چې د میرګي له ناروغۍ ځورېږي، لا هم د اومېندوارۍ پر وخت د والپرواټ له زیانونو نا خبره اوسي. که چېرې یوه مېرمن هم، پر جنین/ ماشوم د دې درملو له جدي ناوړه پایلو ناخبره وي، د اندېښنې وړ تعداد دی، پاتې لا دا چې زیات وي. د بډایه سرچینو سره، چې روغتیايي کارکوونکي يې اوس په اختیار کې لري، د خبرو اترو او ناروغانو سره د اړیکې نیول، آسانه شوي، نو نور د خطر د نه شرحې لپاره چې هره مېرمن يې وکاروي، دلیل شتون نلري. باید جدي بدلونونه صورت ونیسي، چې اغېزمنو ماشومانو له زېږېدلو او پر کورنۍ د اوږدمهاله مخربو اغېزو مخنیوی وشي.

دوه پر پنځمه برخه مېرمنو راپور ورکړی، چې د اومېندوارۍ پر وخت د والپرواټ درملو په اړه د روغتیاپالانو له لوري دوی ته هېڅ نه دي ويل شوي.

“والپرواټ یو ډول درمل دي، چې د میرګي ناروغۍ اختلاطاتو په کنټرول کې د ناروغانو سره مرسته کوي.”

0014c479-500.jpg

همدارنګه څېړونکو، دوه پر پنځمه مېرمنې څېړلي، چې والپرواټ يې مصرفول، دوی خپل کلنی د خطرونو فورمه لاسليک کړه چې ښيي د درملو د احتمالي ګواښونو او د ځايناستو درملو په اړه له دوی سره خبرې شوي دي.
د روغتیايي او دارویي محصولاتو د قانون جوړونې آژانس، په ۲۰۱۸م کې خپله پرېکړه بدله کړه، ګې روغتیایي کارکوونکو ته وړاندیز کوي، د اومېندوارۍ پر وخت د میرګي ناروغانو ته د والپرواټ درمل تجویز نه کړي، مګر دا چې یوازیني ګټور درملو وشمېرل شي.

همدارنګه د صرعې د اختلاط د برخې متخصصینو څخه غوښتل شوي، چې ناروغانو ته د والپرواټ د احتمالي ګواښونو/ زیانو په اړه بشپړ معلومات ورکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ