محکمې د عمر اکمل اړوند تورونه په ډیسپیلین کمېټې پورې وتړل

یاران سپورټس
د پاکستان د وتلي منځني توپ‌وهونکي عمر اکمل په تړاو د پاکستان کرکټ بورډ شاوخوا ۱۱ قضیې له ۲۰۱۱ م راهیسې ثبت کړې وې، چې پکې د ډسپلیني اصولو ماتولو اړوند قضیې شاملې وې.
د سریلانکا، بنګله‌دېش، اسټرالیا، هندوستان، سوداګریزو لیګونو پرمهال د لفظي شخړو له امله پړ پېژندل شوی و.
په هغه دا تور هم و، چې د پاکستانۍ لوبډلې له روزونکي سره یې هم جنجال کړی و.
په عمر اکمل پسې له ۲۰۱۱ م راهیسې له لسو ډېرې قضیې ثبت شوې وې، چې کرکټ بورډ عمر اکمل ته په ۲۰۱۵ م کې خبرداری ورکړی و، چې د خپلو تورونو په تړاو سپیناوی وکړي او د اخلاقیاتو کوډونو ماتولو په تړاو خپلې څرګندونې وکړي.
اوس تازه د پاکستان د لاهور محکمې مشر قاضي فضل چوهان ویلي، چې د پاکستان کرکټ بورډ ورته د عمر اکمل د قضیې په تړاو لیکلی سند نه دی سپارلی او یوازې یې شفاهي وینا کړې ده.
عمر اکمل د پاکستان لپاره ۲۲۱ لوبې کړې، چې په دغو لوبو کې یې ۱۶ ټېسټ لوبې، ۱۲۱ یو ورځنۍ او ۸۴ یې شل اوریزې لوبې کړې دي.
ده په ټولو فارمټونو کې د پاکستانۍ لوبډلې لپاره له لاسته‌راوړنو ډکې پاڼۍ لوبولې دي، چې د ۲۰۱۴ م کال د اسیا جام پر مهال یې د افغانستان خلاف خپله جادوګره توپ‌وهنه نندارې ته وړاندې کړه او پاکستان یې په سلیزه ونازاوه.
د هغه کېچ په داسې وخت کې له سمیع الله شینواري ډراپ شو، چې د پاکستان لوبډله سخته ګېر وه او د افغانستان د بري موقع ډېره وه.
عمر اکمل شاوخوا لس منډې کړې وې، چې د عمر کېچ له سمیع الله شینواري ولوېد او د دغه کېچ لوېدل د افغانستان لپاره سرخوږی شو.
عمر اکمل له دې وروسته ۱۰۲ منډې وکړې او افغانستان ته یې یو داسې مناسب ټارګېټ په مخ کې کېښود، چې افغان لوبډله یې په پوره کولو کې ناکامه شوه او بالاخره پاکستان لوبه وګټله.
په هغه آسیا جام کې افغانستان یوازې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې وه.
کامران اکمل او عمر اکمل دوه پنجابي ورونه او د پاکستان د کرکټ لوبډلې پیاوړي توپ‌وهونکي وو، چې اوس یې په ملي لوبډله کې لوبېدل بېخي کم شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب