اپریل 16, 2021

دودیز طبابت؛ تر امېندوارۍ مخکې دې مېرمنې دا ۷ سپارښتنې په پام کې ونیسي!

Advertisements
ژباړه: ملیحه ناصري

په دودیز طبابت کې تر امیندوارۍ مخکې مناسب خوړنیز رژیم او سمه تغذیه د مور او ماشوم روغتیا ته د ګټې په پار ډېر ارزښت لري.
مثلاً داسې وایي چې که میندې تر امیندوارۍ دمخه تاوده او ګرم مزاجه خواړه لکه شات/ شهد وخوري، دا چاره د ماشوم جنسیت ټاکنه کې رول لري. حتا ځینې کسان د ماشوم ښکلا هم تر امندوارۍ مخکې خوړنیز رژیم پورې تړي. د مور روغتیا په خوړنیز رژیم او د ماشوم روغتیا، په دوی دواړو پورې تړلې ده.

– وجود ته د انرژۍ بښلو او روغ ساتلو لپاره مناسبه خوړنیزه تګلاره:

د میندو د روغتیا لپاره د امېندوارۍ په بهیر کې اړین ټکی د هغو خوړو خوړل دي، چې د دوی بدني ځواک ډېروي. ډېری میندې تر امېندوارۍ دمخه خوړنیز رژیم ته پام نه کوي؛ حال دا چې که دا چاره همداسې ډېر وخت دوام ومومي، مور او ماشوم ته زیان رسولای شي. تر امېندوارۍ مخکې سم خواړه د مور دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
هغه خواړه چې تر باردارۍ مخکې باید وخوړل شي دا دي:
غوښه، یېنه/ جګر، هګۍ او د مېوو اوبه/ جوس.

– د معدې روغ ساتلو لپاره:

بله اړینه خبره دا ده چې مېرمنې دې هڅه وکړي تر باردارۍ مخکې خپله معده او هضمي سیسټم روغ وساتي. که معده یې کمزورې وي، د ماشوم او مور پر روغتیا منفي اغېز پرېباسي. د دې ستونزې د مخنیوي په پار باید تر امېندوارۍ مخکې له حده ډېرې ډوډۍ خوړلو کې احتیاط وکړي، په یوه وار دې ډېره نه خوري؛ خو کولای شي په وقفه يي ډول یې، جبران کړي. یانې څو څو ساعته وروسته دې یو څه خوري. تر ډوډۍ خوړلو وروسته دې ژر څملي نه، هغو خوړو نه دې ډډه وکړي چې مصنوعي خواږه پکې وي.

هغه خواړه چې باید ویې وخوري:

اوربشې لرونکي غلې/ دانې، فایبر لرونکي خواړه او اوبه.

  • فسټ فوډ/ چټک چمتو کېدونکي خواړه دې له خوړنیز رژیمه وغورځوي:
    په دودیز طب کې د فسټ فوډ کارول نه شته؛ ځکه دا خواړه چټکه او ډېره انرژي ورکوي؛ خو د وینې فشار لوړوي، وزن زیاتوي او کلسټرول ډېروي. د دغه خوړو ښه ځایناستی، لبنیات دي. دې دوره کې دې میندې چای او قهوه هم ډېره نه کاروي؛ ځکه کافیین رحم ته د وینې لېږدولو پروسه سستوي او کمزورې کوي.

– د مېوو او ترکاریو کارونه:

تر حامله ګۍ دمخه دې مېوې او سابه هم ډېر وکاروي. دا چاره د ماشوم په ښایسته کېدلو کې ونډه لرلای شي؛ خو چې طبیعي/ اورګانیک خواړه وخوړل شي. تازه ترکارۍ او مېوې د وجود د معدني مالګې او ویټامینونو په پوره کولو کې رول لري. مثلاً لوبیا او پالک د وجود پتاشیم جوړوي. له حیواني پروټینه د سابو پروټین غوره دي.

  • امېګا ۳:

مېرمنې دې هڅه وکړي چې امېګا ۳ وجود ته ورسوي. دا ډول خواړه د وینې فشار سموي او د بډوډو فعالیت تنظیموي. د وینې د پړن/ لخته کېدلو مخه نیسي، عصبي فعالیتونه او د وجود آلرژیک سیسټم سم ساتي.

– د وینې اوسپنه/ آهن تامین کړي:

تر امېندوارۍ مخکې ډېری مېرمنې د وینې له کمښت/ د اوسپنې له کموالي سره مخ وي. د اوسپنې کمښت د ماشوم/ جنین وده سستوي او پر عصبي سیسټم یې منفي اغېز ښندي.
هغه مېرمنې چې غواړي ماشوم راوړي، باید څو میاشتې دمخه د وینې پوره کولو او اوسپنې تامینولو هڅه وکړي. دا خواړه اوسپنه لري:
سره لوبیا, نسک/ عدس، ترکستانی کدو، زردآلو او حبوبات.

زېنک لرونکي خواړه دې وخوري:

زېنک / روي د وجود لپاره یوه ستره اړتیا ده. که چېرې کم وي، د ماشوم تر زېږېدلو وروسته، حتا تر دوه کلنۍ یې اثار په کې لیدل کېږي. زېنک د زده کړې ځواک ډېروي، درک زیاتوي او د ودې لامل کېږي. د دې مادې کمښت ماشوم ته غټې ستونزې پېښولای شي. هغه خواړه چې روي لري:
د کونځلو / کنجد دانې، د خوسي جیګر، د غوا/ غویي غوښه، حبوبات او د هګۍ ژېړ دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ