ټولنیز ژوند روغه سټه

د سالمي اُمیدوارۍ لپاره باید دا ۱۰ ټکي په پام کي ونیسئ

لیکنه: پلوشه فضلي
اعلان

ژباړه او زیاتونه: پلوشه فضلي

د امیدوارۍ په جریان کي ځیني داسي مسایل دي چي فزیکي او روحي تاثیرات لري. د امیدوارۍ په جریان کي ستاسو ټول خوراکونه او عادتونه مسقیماً پر جنین باندي تاثیر لري. نو کله چي پوه سئ چي هرڅه پر جنین باندي تاثیر لري نو باید متوجه اوسئ.

که د امیدوارۍ نیت لرئ نو دا لس مهم ټکي چې موږ یې له وروستي هغه پیلوو، ولولئ:

لسم: اماده کېدل
د امیدواره کېدو له پاره باید اماده ګي درې میاشتي مخکي شروع سي. هرڅومره چي تاسي په صحت روغ یاست هغومره مو ماشوم هم روغ دنیا ته راځي. د ښې امیدوارۍ له پاره باید د ښځينه ډاکټر سره لیدنه وکړئ. خپلي هغه دواګاني چي اوسمهال یې کاروئ باید ډاکټر ته ورښکاره کړئ. ډاکټر باید مطمئینه سي کوم واکسینونه چي تاسي په ځواني کي لګولي وای، پوره کړي دي. ځکه ددې واکسینونو سره د ناروغیو وایروسونه کمزوري کېږي او ماشوم ته تاوان نه رسوي. په خپلو ورځني ژوند کي باید ځیني تغیرات رامنځته کړئ، که ځیني حیوانات لرئ لکه سپی، پیشي، او نور… نو له ځانه یې لېري کړئ. ځکه د دوی وایروسونه مو په خطرناکو ناروغیو اخته کوي او د جنین د سقط کېدو خطر رامنځته کوي. د ګُل کارس په وخت کي باید د دستکلو څخه استفاده وکړئ. مخکي تر امیدوارۍ باید ویټامینونه مصرف او فولیک اسید ډېر مصرف کړئ البته که ضرورت ورته ولرئ. مخکي تر امیدوارۍ باید د غاښو د ډاکټر سره لیدنه وکړئ چي د غاښو تکلیف خو به نه لرئ. د غاښو او خولې ناروغي د ماشوم وزن ورکموي.

نهم: د دوا کارول
د امیدوارۍ په وخت کي نه سئ کولای چي درد آراموونکي درمل لکه آی بروفین وخورئ دا مو د ماشوم پر وده تاثیر کوي. هر ډول درمل چي خورئ په وینه کښي ګډېږي او د ماشوم پر بدن باندي اغېزه کوي. نو هر ډول درمل چي کاروئ هغه که کورني وي یا طبي نو پر خپل سر یې مه کاروئ.

اتم: سبزیجات وخورئ
په غذايي رژیم کي مو سالم خواړه اضافه کړئ. هغه خوراکونه چي ویټامین بی شپږ بی دولس، فولیک اسید او کلسیم لرونکي وي لکه کېله او ټول خوراکي دانې ویټامین بی شپږ لري چي د ویني سپین کرویات زیاتوي. ماهیان کلسیم لرونکي دي چي د ماشوم او مور له پاره ګټور دي.

اووم: د خطرنکو غذايي موادو څخه ډډه وکړئ
شاید تاسي به نه یاست خبر ډېر هغه خواړه چي په ورځني ډول یې تاسي مصرفوئ د هغوی زهرجن واله مبهم یا پټ دي. هغه خواړه چي باکټریا لرونکي وي لکه لستریا او نوري دا ډول باکټریاوي چي جنین ته زیان رسوي. ددې سره په څنګ کي هګۍ، ماهیان، د چرګ غوښه، د غوایی غوښه باید خامه یا اومه ونه خوړله سي. زیاتره سمندري حیوانات چي په زیات مقدار سره سیماب لري باید د خوړو یې ډډه وکړل سي. همدارنګه سګرېټ ونه څکول سي او د قهوې په اړه ځیني نظرونه دي چي د ماشوم د ویني په جریان کي اضافه والی راولي خو بیا هم اندازه یې باید کمه سي.

شپږم: اشتها درلودل
ځیني ښځي د امیدوارۍ په وخت کي مالګین، تروشو شیانو ته اشتها لري، خو مخکي تر دې چي خپل هوس مخته یوسي باید د کوچني تغذیې ته پام وکړي. دا ډول اشتها مو به وجود کي د یو شي د کمبود نښه ده. لکه ځیني ښځي یخی خوري، چي دا د کم خونۍ علامه ده خو په دې کار سره یې د ویني کموالی نه پوره کېږي. او د امیدوارۍ په وخت کي خوراکي شیانو ته اشتها کېدل ماشوم ته زیان نه رسوي خو هغه غیر خوراکي شیان لکه خاوره، سمنټ، ګچ او… د ماشوم او مور بدن ته زیان رسوي.

پنځم: فعاله اوسېدل
د امیدوارۍ په جریان کي ورزش وکړئ. هره ورځ دېرش دقیقې ورزش کول کولای سي چي د ملا درد او قبضیت کمولو کي مرسته درسره وکړي او همدارنګه آرام خوب او ښه احساس درکوي. ورزش کول مو د ولادت په وخت کي درد در کموي او بیرته مو خپل پخواني حالت ته بیايي. د امیدوارۍ په وخت کي ښه ورزشونه پلی تګ، یوګا او یروبیک دي.

څلورم: په آرام ډول خوب کول
په امیدوارۍ کښي د ستړیا احساس کول تر دوهمي درې میاشتنۍ پوري ختمېږي او بیا په آخرنیو درو میاشتو کي بیا شروع کېږي چي د درد او قهر سره یو ځای ښکاره کېږي. د ورځي په جریان کي باید اته یا نهه ساعتونه خوب وکړئ ترڅو لازمه انرژي ولرئ. دا به ښه وي چي وروسته تر ناشتې شل دقیقې چرت ووهئ. شل دقیقې ارام وکړئ. که مو دشپې په مناسبه اندازه خوب نه وي کړی، د ورځي په جریان کي مو د خوب کمبود پوره کړئ.

درېم: شکایت کول
کېدلای سي د امیدوارۍ په جریان کي د معدې د سوزش شکایت وکړئ. نو څرنګه مو چي نس زیات غټېږي، د معدې جوش مو لا ورسره اضافه کېږي. ځکه د پرژسترون هورمون ډېرېږي. چي دا په هضم کي تاخیر یا ځنډ رامنځ ته کوي؛ چي د معدې تېزاب ډېرېږي او مرۍ ته را پورته کېږي. ددې له پاره چي د معدې د تېزابي کېدو یا سوزش څخه خلاص سئ نو کوچنۍ کوچنۍ ګولې کوئ او تر یوه ساعت مو خوراک کول مه اوږدوئ. که د شپې له خوا د معدې له جوش څخه پازاب سواست، نو یو بل بالښت مو تر سر لاندي کړئ او ستوني ستخ پرېوږئ د معدې جوش درمل د امیدوارۍ په جریان کي خطر نه لري خو بیا هم د هغه د کارولو مخکي د ډاکټر سره مشوره وکړئ. د بښو درد هم د امیدوارۍ په جریان کي ډېر تکلیفي درد دئ چي مختلف لاملونه لري چي ځیني یې د ماشوم د اوبو کموالي ته اشاره کوي. پښي مو په نوکانو باندي مه کښېکاږئ ځکه عضلاتو ته یې تاوان رسېږي. زیات پیاده تګ وکړئ، مساژي ورکړئ او ګرمي یې وساتئ.

دوهم: سټریس یا ذهني فشار راکمول
ستاسو سټریس یا ذهني فشار پر ماشوم او پر تاسو باندي تاثیر کوي. ستاسي کور، کارځای هم پر ماشوم باندي تاثیر کوي. سټریس مو د ولادت په وخت کي د زیات درد لامل کېږي او پر څنګ یې ستاسي ایمني سیسټم کمزوری کوي او د ماشوم وزن کموي.

اول: ډېرښت مه کوئ
کله چي حامله یاست، ژوند هیڅکله نه درېږي. کله چي د خپلو اولنیو درو میاشتو خستګۍ سره په مقابله کي یاست، شوني دي احساس وکړئ چي کولای سئ هرڅه ته لاس واچوئ. سربېره پر دې، د ډېرو او ټولو کارونو د ترسره کولو له پاره ذوق لرئ. شاید همدا انګېزه سي چي هغه وروسته پاته کارونه مو هم ترسره کړئ. د ذهن او بد د مشغول اوسېدو ښه والی دا دی چي د امیدوارۍ د دوران عصبانیت مو کموي .ددې ډول کارونه ترسره کول د کور یا کارځای پر سازمان هیڅ زیان نه لري. مهمه دا ده چي وپوهېږئ څه وخت د روحی-جسمي ډېرښت په حال کي یاست. که مو د ضعف احساس وکړ، کار مو بند کړئ او استراحت وکړئ. دا نو هغه وخت دئ چي ستاسي بدن زیات اکسیجن ته اړتیا لري ولي چي نه سي کولای په دې ترتیب سره خپل کار ته ادامه ورکړي. په داسي مواردو کي دمه کول ډېر کومم کوي. البته په ساه اخیستلو کي ستونزه لرل بیا جلا موضوع ده. خو که ستړي سوات او د زړه ضربان مو په دقیقه کي له ۱۴۰ څخه زیات سو، حتمن استراحت وکړئ ترڅو د زړه غورځېدل مو طبیعي حالت ته راسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي