روغه سټه

هغه تېروتنې، چې پوستکی زړوي

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ټول، خو په ځانګړې توګه ښځې غواړي، چې روغ، روښانه او ښکلی پوستکی ولري او له خپل ټول توان او وس څخه کار اخلي، ترڅو د خپل مخ ګونځې او د سترګو شاوخوا کړۍ (حلقې) له منځه یوسي، خو کله وخت په دې لاره کې تېروتنې کوي، چې برعکس پایله ورکوي او د پوستکي د ژر زړېدو سبب ګرځي. په دې لیکنه کې تاسو له دې تېروتنو سره لا ډېر آشنا کوو:

له بریده زیات د پوستکي وینځل
ځینې وینځونکي توکي د پوستکي پرمخ طبیعي غوړ له منځه وړي، په حقیقت کې، له بریده زیات د پوستکي وینځل نوموړو غوړو ته زیان رسوي. که چېرې ومو لیدل، چې کوم وینځونکی توکی، ستاسو د پوستکي د وچېدو لامل کېږي، نو پوه شئ، چې د پوستکي لپاره مو مناسب نه دی.

غوره ده، چې د روغتیا پال ( ډاکټر ) په لارښوونه هغه صابون وټاکئ، چې د بادامو او زیتونو غوړ پکې کارول شوي وي. کولای شئ صابون په اوبو کې حل کړئ او په آرامه توګه یې په خپل پوستکي باندې ووهئ. له وینځلو وروسته، پرته له ځنډه، د پوستکي له کریم څخه ګټه واخلئ، ترڅو د مخ پوستکی مو نرم او ځانته ښه حالت غوره کړي.

د کریم ناسمه ټاکنه
د بل هر ډول کریم په څېر باید د ګونځو د ضد له کریم څخه هم په ډېر دقت او احتیاط څخه کار واخیستل شي. دا کریم باید د پوستکي له اړتیا او جنس سره سم وټاکل شي. تر هرڅه وړاندې د ګونځو ضد کریم باید د ماورای بنفش او د لمر وړانګو په وړاندې مقابله وکړي. دا چې لمر د مخ د پوستکي د ګونځې کېدو یوازینی لامل ګڼل کېږي، باید داسې کریم وټاکئ، چې د لمر ضد وي. پام مو وي، چې د مخ له کریم څخه د ګټه اخیستنې پرمهال، په مخ کې مو ګونځې را منځته نه کړي. د کریم د جذب لپاره، له نرمو حرکتونو ګټه واخلئ. دا کار د مخ د غړو د خوځښت او تحریک سبب ګرځي.

له نېټه تېرو سینګاري موادو څخه ګټه اخیستنه
سینګاري لوازم هم د مصرفت نېټه لري، په دې ترتیب د ریمل، د مایع پوډرو کریم او د لمر ضد کریم او داسې نور ۶ تر ۹ میاشتو، د جامدو محصولاتو لکه: لب سرین لپاره یو کال او د عطرو لپاره درې کلونه په پام کې نیول شوي دي. له دې ټاکلو وختونو وروسته، چې پورته محصولات کاروئ، نو ډېرې زیاتې بکتریاوي به ولري او خپل اغېز له لاسه ورکوي.

د سینګار نه پاکول
ترڅو چې کولای شئ، ډېر کم سینګار وکړئ، په ځانګړې توګه په سم پاکولو کې یې له ډېر پام او دقت څخه کار واخلئ، ځکه یو له هغو لاملونو څخه، چې د پوستکي د ژر زړېدو سبب ګرځي، له ویده کېدلو وړاندې د سینګار نه پاکول دي. د خوب په لړ کې د سینګاري موادو ترکیبونه، پوستکي ته ننوځي او په پوستکي باندې ورانونکی اغېز پرېباسي. سپارښتنه کېږي. سهار هم یو ټوټه پنبه په اوبو کې خیشته کړئ او خپل پوستکی پرې پاک کړئ، چې ککړتیا یې له منځه لاړه شي، ترڅو له لمر ضد کریم څخه د ګټه اخیستنې لپاره چمتو واوسي.

ښه نه ویده کېدل
بې خوبي هم په مخ باندې خپله اغېزه کوي. هغه کسان چې ډېر کم خوب کوي، نو د پوستکي په خړوالي اخته کېږي او د سترګو په شاوخوا کې یې حلقې را څرګندېږي. له دې مسایلو سره د مقابلې او د پوستکي له ژر زړښت څخه د مخنیوي لپاره، باید هره شپه ۷ تر ۸ ساعتونو پورې، په یوه آرامه، تیاره ځای کې، چې د تودوخې مناسبه درجه ولري ویده شئ.

د ځینو کارپوهانو په باور، د مساج په وسیله کولای شئ، د سترګو شاوخو حلقې را کمې کړئ، په دې ترتیب، چې په ګوتو سره د سترګو لاندې برخې له ۵ څخه تر ۱۰ ثانیو پورې وموښئ، سره بېره پر دې، د دې کار لپاره، باید له غوړو، خوږو او تروه خوړنیزو توکو څخه کار وانخلئ او دغه راز د شپې ناوخته هم خوړنیز توکي ونه خورئ. د سور رنګه مېوو مصرف، په ځانګړې توګه سره انګور د سترګو د شاوخوا حلقو د له منځه وړلو لپاره ډېر ګټور دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل