ټولنیز ژوند ژوند بڼه له نړۍ

د نړۍ تر ټولو زوړ سړی ومړ

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

په اوس وخت کې د نړۍ ترټولو زوړ سړی د ۱۱۶ کلونو په عمر ومړ.

هغه څلور میاشتې وړاندې خپله ۱۱۶مه کالیزه نمانځلې وه.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د سویلي افریقا یو زوړ ترین سړی چې فکر کیږي دی د نړۍ د تر ټولو غټ عمر لرونکی دی، ژوند ته د پای ټکی کیښودل شو.

دی فرډای بلوم نومیده او ویل شوي چې نوموړی په ۱۹۰۴م کال کې زیږیدلی و.

خو له دې هر څه سره سره تر اوسه دا پیښه د ګینس د نړیوالو رایکارډونو په کتاب کې نه ده ثبت شوی.

د بلوم ټوله کورنۍ د هغه د ځوانۍ پرمهال په ۱۹۱۸ کال کې د انفلونزوا ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

دی د هغو کسانو له ډلې و چې دوه نړیوالې جګړې یې لیدلي او ترې خاطرې یې هم درلودې.

هغه دوه کاله مخکې ویلي ول چې اوږد عمر لرل، کوم پټ راز نه لري. یعنې په دې مانا چې پر دې نه پوهیږي چې څوک څنګه اوږد عمر پورې ژوندی پاتې کیدای شي.

هغه یو ځل وویل:

«زه هیڅ هم نه یم او نه څه ویلی شم. هر څه د خدای په لاس کې دي. که هغه وغواړي هر وخت مړ کیدای شم، خو خدای ژوندی پریښی یم.»

بلوم د ژوند ډیره برخه په لاسي مزدورۍ، بیا زراعت او نورو کارونو کې تیره کړې، خو له ۸۰ کلنو وروسته یې همداسې ناست و او کار یې نه دی کړی.

که څه هم کلونه وړاندې هغه شراب څښل پریښي ول، خو سګرټ یې د ژوند تر پایه څښل.

د بلوم کورنۍ وايي، بلاخره هغه د تیرې شنبې په ورځ په کیپ ټاون کې په طبعي مرګ مړ شو.

انډر نایډو چې د بلوم د کورنۍ غړی دی، وايي، تر دوه اونیو وړاندې پورې یې هم لرګي ماتول، غښتلی او قوي سړی و، خو له څو ورځو راهیسې خراب او مړ شو.

کورنۍ یې وايي، فکر نه کوي چې مرګ د کرونا له امله وي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ویل کیږي له دې هم د لوړ عمر لرونکي خلک شته، خو له دې امله پام ورته نه کیږي چې دلته د یوه منظم سیستم نه شتون، روانو ناخوالو او نورو ستونزو له امله ورته پام نه کیږي او دقیق معلومات یې خلکو سره نه وي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ