بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

مهم هوډ – له پنده ډکه کیسه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د ایټالیا په یوه کلي کې یو ډېر بد او شریر هلک اوسېده، چې په خپلو بدو خبرو به یې نور ډېر خپه کول. یوه ورځ پلار یې له مېخونو څخه یوه ډک بکس ورکړ او ورته وې ویل: هر ځل دې چې کوم څوک په خپلو خبرو خواشینی کړ، نو له دې مېخونو نه یو یې د غوجلې په دېوال کې ټک وهه.

هلک لومړۍ ورځ شل مېخونه په دېوال کې ټک وهل. پلار یې ترې غوښتنه وکړه، تر څو د نورو د ځورولو شمېر کم کړي. هلک هڅه وکړه او په دیوال باندې د ټک وهلو شویو مېخونو شمېر ډېر کم شو . یوه ورځ پلار یې ترې وغوښتل، هر ځل چې واتونېږې له هغو کسانو څخه بښنه وغواړې، کوم چې په خپلو خبرو دې ځورولي، نو له دېوال څخه یو مېخ را بهر کړه.

ډېرې ورځې تېرې شوې، تر دې چې هلک خپل پلار ته راغی او په ډېرې خوشالۍ یې ورته وویل: پلاره! نن مې ټول مېخونه له دېوال څخه بهر کړل. پلار د زوی لاس ونیوه او یوځای د غوجلې په لور لاړل، پلار دېوال ته وکتل او وې ویل: شاباس زویه ! ډېره ښه کار دې ترسره کړ، خو د دېوال سوریو ته وګوره. دېوال د تېر په څېر پاک او سوتره نه دی.

کله چې ته په غوسه کېږې او په خپلو خبرو نور ځوروې، هغه خبرې هم په انسانانو باندې دې ته ورته اغېزې پرېږدي. ته کولای شې د انسان په زړه کې چاقو ننباسې او بېرته یې را بهر کړې، خو زر ځله بښنه غوښتل هم نه شي کولای، چې را منځته شوی ټپ ورغوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.