افغانستان اقتصاد ژوند بڼه سرسکالو

کلیوالي سیمې او د اوبو شبکې

لیکنه: مصطفی سالک

د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د څښاک د اوبو نشتوالی او کموالی هغه ستونزه ده چې اړوند کارپوهان یې هیښ کړي دي، د امریکې متحدو ایالتونو د یوې سروې له مخه له ۲۰۰۴ م کاله تر ۲۰۱۲م کاله پورې د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۱.۴ متره ښکته شوې وه خو په دغه هیواد کې سپیره وچکالي او په نافني ډول د اوبو کارول ددې لامل شول چې د سیمو په توپیر اوس دا کچه ان تر ۲۰ مترو ښکته شوې ده، چې له دې کبله ګڼې څاه ګانې وچې شوي او څاه ګانې ایستل اسانه کار هم نه دی ځکه چې پر یوه څاه له ۵۰ زرو واخله تر ۱۰۰ زرو افغانیو لګښت راځي چې د هر چا د وس خبره نه ده.

په یو شمیر سیمو کې بیا د څاه ګانو اوبه تروې او څښاک ته برابرې نه دي.

په افغانستان کې د اوبو د کموالي او همدا راز د اوبو د کچې د ټیټوالي ستونزه ډیره جدي ده.

لکه چې یادونه مو وکړه د څښاک د اوبو د کموالي او نشتوالي ستونزه نړیواله ده د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې تر ۲۰۲۵ م کاله پورې به په نړۍ کې له پاکو اوبو د محرومو وګړو شمیر ۱.۸ میلیاردو خلکو ته ورسیږي.

د افغانستان د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت له ۱۳۸۲ کال راهیسې په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو په چمتو کولو بوخت دی. یوازې تیر لمریز کال یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د څښاک د اوبو د چمتو کولو په موخه ۶۹۶ څاه ګانې ایستلې دي. او دا بهیر اوس هم په چټکتیا سره روان دی. یاد وزارت روان کال (۱۳۹۸ ) په افغانستان کې د څښاک د اوبو ۵۱۱ پروژې ګټې اخستنې ته سپارلې دي، چې څاګانې ایستل، د لاسي پمپونو لګول، د بمبو لګول او د اوبو رسولو شبکې په کې شاملې دي.

چې په دې ټولو کې د اوبو شبکې تر ټولو اغیزناکې دي ځکه چې ګڼ شمیر کورنۍ، ښوونځي او ان جوماتونه یې له اوبو ګټه پورته کوي دلته یوازې د هغو شبکو یادونه کوو چې سږکال یانې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت له خوا د کلیوالو د هوساینې لپاره جوړې شوې دي.

د ۱۳۹۹ کال له پیل څخه تر دې دمه (۲۶ چنګاښ) د هېواد په ۱۶ ولایتونو لکه روزګان، بادغیس، بامیان، بدخشان، پکتیا، تخار، خوست، دایکنډي، غور، فراه، لغمان، ننګرهار، هلمند، کابل، کندوز او کندهار کې د اوبو رسولو ۶۳ پروژې تطبیق شوې دي.

د څښاک د اوبو د پروژو د تطبیق پرمهال، معمولاً هغو ولایتونو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې وګړي یې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی ونلري او له نورو اسانتیاوو لکه ښوونځي، روغتیايي مرکزونو او داسې نورو څخه نسبتاً محروم پاتې وي.

د اوبو رسولو شبکې په بېلا بېلو ولایتونو کې یو له بل سره توپیر لري. ځینې شبکې لویې دي چې ګټه اخیستونکې کورنۍ یې تر ۹۰۰ پورې رسیږي، ځینې متوسطې او یو شمېر کوچنۍ دي چې ګټه اخیستونکی یې یوازې د ۶۰ شاوخوا کورنۍ دي. خو په منځنۍ کچه له یوې شبکې څخه شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ د څښلو اوبه ترلاسه کوي.

له دې پروژو څخه یو شمیر یې د ځمکې د کشش په مرسته او یو شمیر نورې یې د لمریزې بريښنا په مټ کار کوي.

پر دې پروژو لسګونه میلونه افغانۍ لګښت شوی دی. ځینې پروژې ډیرې سترې دي.

د بیلګې په ډول به د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کې د کډوالو د ښارګوټي یادونه وکړو هلته د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته نږدې شوې او کار یې ۹۲ سلنه مخکې تللی دی دا شبکه چې د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت او د سیمې د خلکو په مرسته جوړیږي په ټوله کې څه باندې ۳۷.۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې کیږي چې ډیره برخه یې یونیسیف اداره ورکوي او پلې کونکې یې د کډوالو د ښارګوټي پرمختیايي شورا ده دا پروژه د ۱۳۹۸ لمریز کال په چنګاښ کې پیل شوې وه خو د یو شمیر تخنیکي ستونزو له کبله تر دې مهاله ګټې اخستنې ته نه ده سپارل شوې او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي.

پروژه کې یوه ۳۰۰ متر مکعبه کانکریټي زیرمه په پام کې نیول شوې له چینې تر زیرمې ۲۱ کیلو متره پایپ په   پام کې نیول شوی دی په کورونو کې ۱۵۵۰ میترونه لري او ۲۰۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې او صحي اوبه چمتو کوي.

کومې شبکې چې بشپړې شوي هغو هم زرګونو کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو کړې دي ددې بیلګې موخه دا وه چې د اوبو شبکې ګڼو خلکو ته د څښاک اوبه برابروي او حیاتي ارزښت لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف د څارنې د ګډ پروګرام یا (جي اِم پي) د ۲۰۱۷ کال د راپور له مخې، د هېواد په کلیوالي سیمو کې د څښلو اوبو ته ۵۳ سلنه خلک لاسرسی لري؛ په ملي کچه دغه فیصدي ۶۳ سلنه بلل شوې ده.

د یاد وزارت د ولسي تړون پروګرام چې تر ۲۰۲۶ م کاله به روان وي ژمن دی چې د څښاک د پاکو اوبو د چمتو کولو په برخه کې ستراتيژۍ او پلانونه جوړ کړي او بیا یې پلي کړي، هیله ده چې په دې موده کې افغان وګړي د پاکو اوبو له نعمته برخمن شي. بله خوا افغان حکومت نړیوالې ټولنې ته ژمن دی چې تر ۲۰۳۰ م کاله د افغانستان ټولو وګړو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

د پاکو اوبو نشتوالي یو شمیر خلک له خپلو سیمو بې ځایه کیدو ته اړ ایستي او له بلې خوا د نا پاکو اوبو کارونې راز، راز ناروغۍ خپرې کړې دي. د یوه راپور له مخه په دغه هیواد کې هره ورځ ۱۳۳ ماشومان د ناپاکو اوبو د څښلو له کبله مړه کیږي.

خو د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت نه یوازې دا چې سیمه یزو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي بلکې ځای پر ځای یې کوچیانو ته هم د پاکو اوبو د برابرولو په موخه ګڼې پروژې پلې کړې دي.

یاد وزارت ژمن دی چې له یوې خوا افغان وګړو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او له بله پلوه د اوبو کیفیت پورته کړي او همدا راز د هغو توکیو کیفیت پورته یوسي چې د اوبو رسولو په پروژو کې کارول کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل

تبصره مو ولیکئ