جمېسن د پاکستان وېکټې ښکار کړې

د پاکستان او نیوزیلېنډ ترمنځ دویمه ټېسټ کرکټ لوبه نن یکشنبه د نیوزیلېنډ په هګلي اوول لوبغالي کې پیل شوه.
پاکستان لومړی توپوهنه وکړه، ددې لوبډلې پنځه وېکټې د کایل جمېسن لخوا واخېستل شوې.
د پاکستان لپاره یواځې پخوانی لوبډلمشر ازهرعلي ښه وځلېد او ۹۳ منډو باندې اوټ شو.
د پاکستان ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې په ۲۹۷ منډو وسوځېده.
د کایل جمېسن څلور پرله پسې څلور وېکټې
جمېسن لومړی د عابد علي وېکټ په ۲۵ منډو وغورځوله.
جمېسن له دې وروسته د پاکستان، څلورمه، پنځمه، شپږمه او اوومه وېکټ په پرله پسې ډول واخېستې او د دویمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې یې پنځه وېکټې ثبت کړې.
حارث سهیل، فواد عالم، محمد رضوان او فهیم اشرف هغه څلور لوبغاړي وو، چې په وقفه یي ډول یې وسوځول.
له ده سره ټرېنټ بولټ او ټېم سوتي هم دوه، دوه وېکټې ملتیا وکړه.
کایل جمېسن او توپ اچونه
هغه اوس ۲۶ کاله عمر لري، مېډیم یا منځنۍ توپ اچونه کوي او په ۲۰۲۰ کې یې د ملي لوبډلې مزل پیل کړ.
د هندوستان خلاف یې د ټېسټ لوبو پیل وکړ، ټولې یې ۵ ټېسټ لوبې کړي او ۲۵ وېکټې یې اخېستي دي، چې هره لوبه کې یې د وېکټو ترلاسه کولو اوسط ۵ دی.
د پاکستان خلاف دویمه ټېسټ لوبه کې یې په ۲۳ اورونو کې ۶۱ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې سوځولي دي.
نیوزیلېنډ به د دوشنبې په سهار خپله پاڼۍ پیل کړي.
لومړی ټېسټ لوبه او د نیوزیلېنډ بریا
لومړۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې پاکستان په ۱۰۱ منډو ماته وخوړه.
په دې لوبه کې د نیوزیلېنډ تکړه توپوهونکي کېن ویلیمسن ۱۲۹ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې ته د ماتې لامل شو.
دواړه لوبډلې په ۵۸ ټېسټ لوبو کې مخ شوي دي، چې ۲۵ یې پاکستان او ۱۲ نیوزیلېنډ ګټلي دي.
کومه لوبه سر په سر شوې نه ده، ۲۱ لوبې ډرا شوي دي.
۴۳ اعشاریه ۱۰ سلنه لوبې پاکستان ګټلي او نیوزیلېنډ ۲۰ اعشاریه ۶۸ سلنه ټېسټ لوبې ګټلي دي.
دواړه کرکټ لوبډلې د لومړۍ ځل لپاره په ۱۹۵۵ کې مخ شوې وې او اوس په ۲۰۲۰ او ۲۱ کې بیا مخ شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي