مارچ 2, 2021

نوان کلاسیکرا په مات زړه له کریکټ څخه استعفا وکړه

لیکنه:بهار سمسور
دا روانه اونۍ کې دوهم سریلنکایی کریکټ لوبغاړی دی، چې له نړیوال کریکټ سره مخه ښه کوي،خو له ملینګا سره د کلاسیکرا تګ توپیر دا کوي، چې ملینګا به نن جمعه د بنګلادېش خلاف د یو ورځینیو لوبو د سیریز په لومړۍ لوبه کې ولوبیږي او په ځانګړو تشریفاتو سره به د سریلنکا د ملت لپاره د یو ورځینیو لوبو په ډله کې لوبیدلو ته د پای نقطه کیږدي.
کلاسیکرا بیا وروسته له هغې چې د سریلنکایي سپورټس وزیر هارنین فیرنانډو په خوله یې سریلنکایي سلیکټرانو (ټاکونکي ډلګۍ) ته پیغام ورکړ،چې دی که د بنګلادېش خلاف په یوه نه، یوه لوبه کې ولوبیږي او بیا له کریکټ سره مخه ښه وکړي، دا به ورته ښه خبره وي، خو ټاکونکي ډلګۍ ترې مخ واړو او په لوبډله کې انتخاب نه شو.

کلاسیکرا یو وخت د سریلنکایۍ کریکټ لوبډلې پیاوړی الرونډر لوبغاړی و، داسې چې د خپل چټک بالېنګ تر څنګ یې ښه توپ وهنه هم کوله،د نوموړي د توپ اچونې یوه خوبي دا هم وه، چې په هر حالت کې ،په زوړ او نوي توپ یې اف کټر، لېګ کټر، ریورس سوېنګ، توپونه کولی شول.
د نوموړي لپاره د اوږد فارمټ،ټېسټ او یو ورځینیو لوبو زیات موثر نه و، چې د منډو ورکولو ایورېج به یې پوره اوچت و، خو په شل اوریز فارمټ کې بیا تر ډېره کامیاب و.
د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام ګټونکی (نیوان کلسیکرا)

دا کال د ده لپاره د سرو زرو طلایي کال یادیږي،داسې چې د نوموړي په اوجود کې سریلنکا د دې کال شل اوریز نړیوال جام د ځان په نوم کړ.
په دغه پای لوبه کې،سریلنکا قوي هندۍ لوبډله ماته کړه،په داسې حال کې چې پیاوړی الرونډر یوراج سېنګ توپ وهنه کې بوخت و،همدې ۳۷ کلن کلاسیکارا د نوموړي ویکټ تر لاسه کړه،د ۲۹ منډو په بدل کې یې څلور اورونه وکړل او یوراج سېنګ یې وسوځو،همدا ځای و، چې سریلنکا د ۲۰۱۴ کال نړیوال شل اوریز جام اتلوالي تر لاسه کړه.

کله چې په ۲۰۱۷ کال کې سریلنکا زیمباوبې ته د پینځه یو ورځینیو لوبو سیریز بایلود، د ده لپاره هم له لوبډلې د پاته کیدو خطر زیات شو،تر ۲۰۱۸ کاله یې کورنۍ لوبې تر سره کړې،خو ملي لوبډلې ته د پورته کیدو هڅه یې ناکامیده،روان ۲۰۱۹ کال یې پوره هڅه وکړه،چې یو وار بیا د ملي لوبډلې کمیس پر تن کړي،خو بریالی نه شو.
ده ۱۸۴ یو ورځینۍ، ۲۱ ټېسټ (ازمایښتي) ۵۸ شل اوریزه لوبې تر سره کړي،چې ټولې یې ۳۱۳ ویکټې اخیستې دي.
پرون کلاسیکرا تمه درلوده،چې د بنګلادېش خلاف د یو ورځینیو لوبو د سیریز په وروستۍ لوبه کې ولوبیږي او بیا له نړیوال کریکټ سره مخه ښه وکړي،خو سریلنکایي کریکټ بورډ (ټاکونکي ډلګۍ)یې دا غوښتنه رد کړه او په مات زړه یې کریکټ پای ته ورسؤ.

ملامت څوک دي،جمهوريت که اشخاص؟

لیکوال: ياران، کابل - برخه : افغانستان

ليکنه: اصيل خان احمدزی دا څو اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د هغې طرحې په اړه بحثونه کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان وطن دښمنانو له لوري د خپلو شومو هدفونو د تعقیب ... نور ولولئ