بریا او پرمختګ ژوند بڼه طبیعت کلتور او هنر

«نوشاخ» د افغانستان بام + انځورونه

لیکنه او راټولونه: نسیمه محمدي

د نوشاخ کلک غر، په افغانستان کې لومړی او د هندوکش د لړۍ (تېراج میر) وروسته دویمه لوړه څوکه ده، چې د سمندر د اوبو له سطحې ۷۴۹۲ مټره لوړوالی لري.

download (1).jpg

د نوشاخ لوړه څوکه د واخان په ملي پارک د بدخشان ولایت په شمال لوېدیځ او د پاکستان هېواد سره په کرښه پرته ده. د نوشاخ شمالي/ لوېدیځه لمن په افغانستان او سویلي/ ختیځې برخې یي په پاکستان هېواد کي موقعیت لري.

په اصل کې نوشاخ، د څلورو جلا څوکو څخه جوړ دی، چې دا لوړې څوکې په ترتیب سره، ۷۴۰۰، ۷۲۵۰، ۷۴۸۰، او ۷۴۹۲ مټره لوړالی لري.

download (4).jpg

دې لوړې څوکې ته په لومړي ځل، په ۱۹۶۰م کې یوه جاپانۍ غرختونکې ډله پورته شوه. «توشیاکي ساکای» او «ګورو ایواتسوبو» له دې ډلې څخه، د نوشاخ لوړې څوکي ته ورسېدل. د افغانستان څخه هم لومړۍ ډله په ۲۰۰۹م کې، ملنګ دریا او عمرالدین سنجر د فرانسوي غرختونکو په مرسته دا لوړه څوکه فتحه کړه.

download (3).jpg

په ۱۹۷۳م کې آندري زاوادا او همنوردش تادیوک پیتروفسکي د لهستان د اکسپدېشن ټیم غړي، لومړنی ژمنی سفر تر سره کړ. دا ژمنی سفر ځکه د اهمیت وړ و، چې هغه وخت، نوشاخ تر ټولو لوړ غر و، چې غرختونکي یې لوړې څوکې ته د ۷۰۰۰ مټره په لوړوالي ورسېدل.

په ۲۰۱۹م کې «حنیفه یوسفي» لومړنۍ افغانه نجلۍ وه، چې د افغانستان د بام په فتح کولو وتوانېده.

5-2-1.jpg

روان میلادي کال(۲۰۲۰م) کې درې افغانو نجونو او شپږو هکانو د اګست میاشتې په شپږمه د شپې اووه بجې، د دغه ټیم ټول غړي د نوشاخ په لوړه څوکه (۷۴۹۲مټره) ودرېدل. فاطمه سلطاني د اتلس کالو عمر په لرلو د افغانو غرختونکو تر ټولو ځوانه فتح‌کوونکې وپېژندل شوه.

images.jpg

د دې ټیم د مشر علي اکبر سخې په وینا د دې سفر ټول امکانات د غړو په شخصي لګښت ترسره شول.

download (5).jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ