مارچ 9, 2021

بغلان او نورستان کې د ۴۴۴ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

Advertisements

راپور: بشر درویش
د کرونا په پېر کې د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې په بغلان او نورستان کې هم پیل شوې. ټاکل شوې، چې ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت له خوا په یادو دوو ولایتونو کې ۲۱۱ میلیونه او ۲۹۲ زره او ۴۵۲ افغانیو په لګښت ۴۴۴ پروژې پلی شي.
د کرنې وزارت وايي:

بغلان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۲۰۲ او ۶۷۵ زره او ۲۷۰ افغانیو په لګښت د ۴۳۰ پروژو د پلي کېدو چارې پرون رسماً پیل شوې».»

بغلان او ۲۰۰خونې او زیرمتونونه

ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت په بغلان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې، د پیازو او کچالو ۲۰۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې په پار پنځه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړ کړي. دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د سبو او مېوو وچوونکي دستګاوې، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، د بغلان پر یوشمېر بزګرانو او بڼوالو وېشل کیږي.

نورستان او ۱۴زیرمتونونه

د نورستان په ولایت کې هم د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژې چارې رسماً پیل شوې.
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وایي:

«ددې برنامې په اډانه کې د نورستان بزګرانو لپاره د اته میلیونه او ۶۱۷ زره او ۱۸۲ افغانیو په لګښت د کچالو ۱۴زېرمتونونه جوړیږي، چې د ۲۲۰ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري.»

د نورستان د کرنې رییس وویل، چې د زېرمتونونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي.

په ورته وخت کې د نورستان والی حافظ عبدالقیوم، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې پلي کېدونکې پروژې به د دې ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.

د بزګرانو تقویه کول

د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه، د بڼوالو او بزګرانو اړتیاوو ته په کتو، د دوی لپاره کرنیز بنسټونه جوړوي. بزګران او بڼوال د دغو بنسټونو د جوړولو یوازې ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
ددې طرحې په اډانه کې، په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوالو او بزګرانو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار سلګونه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي. دغه راز ددې برنامې پر اساس، پر بڼوالو او بزګرانو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کیږي او د پلي کېدو پر وخت او له هغه وروسته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدو چارې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې پیل شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي