سپورټ کرکټ

د چټک توپ اچوونکي علي د کرکټ ارمان پوره شو

سپورټ یاران

د امریکا متحده ایالاتو چټک ښي لاسی کرکټ توپ اچوونکی علي خان وایي، چې یو لوی ارمان یې پوره شو او خپلې یوې هیلې ته ورسېد.

هغه په ۲۰۱۸ کې ستر ارمان دا کړی و، چې په آی پي اېل کرکټ لوبو کې واخیستل شي او د نړۍ په کچه دغه لویې سوداګریزې کرکټ لوبې ولوبوي.

هغه په سږ کال سي پي اېل یا د ویسټ انډیز سوداګریزو کرکټ لوبو کې د ټرېنباګو نایټ رایډرز کرکټ لوبډلې سره ولوبېد.

نوموړی تر نیوزیلېنډي کوګولاین او افغان مجیب الرحمن وروسته د غوره توپ اچوونکو په قطار کې و.

هغه په یارکر توپونو کې ډېر مهارت لري او په سي پي اېل سوداګریزو لوبو کې یې اغېزناکه توپ اچونه وکړه.

هندي رسنۍ او مسلمان امریکایي کرکټ لوبغاړی

د هندوستان ډېری ورزشي او غیر ورزشي رسنیو لیکلي، هغه لوبغاړی چې په ۲۰۱۸ کې یې په آی پي اېل لیګ کې د لوبېدو خوبونه لیدل، خو د خوبونو تعبیرونه یې د ۲۰۲۰ تر سپټمبر ۱۲ مې نېټې پورې درست نه وو تعبیر شوي.

خو د سپټمبر دولسمه نېټه د هغه لپاره د کرکټ نړۍ کې د یو ستر ارمان پوره کېدلو ورځ وه.

اوس هغه د دیارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو لړ کې د شاهرخان د ټیم غړی دی او د چټکو توپ اچوونکو په قطار کې یې واخېست.

علي او اصلي ځای یې او کرکټ ته راتلل

علي خان په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان د پنجاب ایالت په اټاک سیمه کې زېږېدلی.

د هغه د لوبې کارکرده ګي توپ اچونه ده، د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ یا ای پي اېل کې له کابل ځوانان لوبډلې سره په ۲۰۱۸ کال کې مل و.

شاوخوا یوولس لوبډلو کې لوبېدلی دی.

د یو ورځنیو شل اوریزو او لېسټ ای لوبو په ګډون یې ټولې ۴۶ لوبې کړي او اوسمهال ۲۹ کاله عمر لري.

د شل اوریزو لوبو پیل یې ۲۰۱۶ کې د ویسټ انډیز په سوداګریزو لوبو کې ګیانا امازون لوبډلې پر وړاندې کړی دی.

یوه یو ورځنۍ لوبه کې د پاپوا نیوګیني پر وړاندې په ۲۰۱۹ کې لوبېدلی دی.

د لېست ای لوبو پیل یې ۲۰۱۶ کې د جمېکا لوبډلې پر وړاندې کړی دی.

۲۰۱۸ سي پي اېل کې یې ۱۶ وېکټې اخیستې وې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ