سپورټ کورنی کرکټ

نور علي: د کرکټ بورډ مسوولین د لوبغاړو ترمنځ په تفرقې اچوونه بوخت دي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اوپنر لوبغاړی نور علي ځدران د څو ورځو راهیسې د افغان کرکټ بورډ د مسولینو سره په کشمکش کې ښکیل شوی دی، چې اوس یې د افغان کرکټ بورډ د مشرانو په اړه ځینې داسې خبرې په یوې ویډیو کې کړې، چې ګنې دغه مسولین د افغان لوبغاړو ترمنځ په تفرقې او خپلمنځي اختلافاتو کې دخیل شوي دي.

وروسته له هغې چې د افغان کرکټ غوره لیګ د نیلامۍ مراسم پای ته ورسیدل او پکې د نور علي ځدران ترڅنګ شاپور ځدران، میرویس اشرف، حشمت شاهدي، شبیر نوري او یمین احمدزي نومونه په نیلامۍ ته وړاندې نه شول؛ د دغه لوبغاړو له ډلې نورعلي ځدران، شاپور ځدران او روښان بارکزي د کرکټ بورډ خلاف غبرګون وښود، چې په وینا یې د دوی نومونه یې په قصدي ډول د لیست څخه ویستلي دي او ورسره توپیري چلند شوی دی.

د کرکټ بهرنیو او داخلي مبصرینو په وینا د افغان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې تر ټولو تخنیکي لوبغاړی نور علي ځدران د مودو راهیسې د کرکټ ملي لوبډله کې نه ښکارید، چې کرکټ بورډ یې لامل د هغه ټپي کیدل یاد کړي و، خو بل خوا نور علي ځدران د کرکټ بورډ دغه خبرې پد یوې ویډیو په خپرولو سره ناسمې یادې کړې او برخلاف یې د کرکټ بورډ د اوسنیو مسولینو د ناسمو سیاستونو ښکار کیدو خبر ورکړ.

همدار ازر نوموړي په دویمې تازه خپرې شوې ویډیو کې د افغان کرکټ بورډ بورډ مسولین د لوبغاړو ترمنځ په تفرقې اچوونې تورن کړي دي.

وروسته له هغې چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل، شهزاد محمدي او راشد خان لخوا په ټولنیزه شبکه فیسبوک پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه، چې په ویډیو کې ښکاري درې واړه لوبغاړي د افغان کرکټ بورډ په طرفدارۍ خبرې کوي او د یو شمیر هغه لوبغاړو خلاف هم ځینې خبرې کوي، چې د افغانستان غوره لیګ سیالیو لمړۍ پړاو نیلامۍ څخه ویستل شوي دي، چې دغه اشاره تر ډیره نورعلي ځدران ته ده.

د دغه لوبغاړو د ویډیو وروسته نورعلي ځدران هم یوه ویډیو خپره کړې، چې په وینا یې دغه کار د افغان کرکټ بورډ په وینا او د لوبغاړو په مجبوره کیدو شوی دی.

نوموړي همدا راز ویلي دي، چې د کرکټ بورډ مسولین هڅه کوي، تر څو د لوبغاړو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي او د خپل ځان په ګته یې استعمال کړي، چې په خبره یې دا کار د افغانستان کرکټ ته ستر زیان رسوي.

نور علي ځدران په دغه ویډیو کې په محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او شهزاد غږ کړی، تر څو د چا په خبرو ونه غولیږي او د دوي یو له بل څخه خلاصون نشته.

د افغان کرکټ بورډ عمومي مشر په دې وروستیو کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د نورعلي ځدران غبرګون یوه توطیه یاده کړې ده، خو بل خوا نور علي ځدران د کرکټ بورډ په مشر عاطف مشعل د دغه خبرې په ځواب کې ویلي، «مشعل صیب زه زما ماغزه د کرکټ دي، د توطیو او د سیاست نه دي، د توطیو او د سیاست ماغزه ماشاء الله ستا دي، چې څنګه راغلې، زمونږه د افغانستان کرکټ دې په میاشت کې په سیاست کې ونښلو.»

نوموړي د کرکټ بورډ مشرانو څخه غوښتنه کړې، چې د لوبغاړو ترمنځ د نفاق اچوونې څخه دې لاس واخلي او دوی نشي کولی، چې په دغه کار لوبغاړي سره بیل کړي او هم یې ویلي، چې نور دغه مشرانو په افغان مینه والو او خلکو کې خپل محبوبیت بایللی دی.

د افغان کرکټ بورډ د اوسنیو مشرانو خلاف د نورعلي ځدران دغه خبرې لمړۍ نه دي، بلکې وخت ناوخت د کرکټ بورډ د ادارې غړیو، معلولو لوبغاړو او یو شمیر نورو د کرکټ بورډ د اوسنۍ ادارې خلاف پریکون اعلان کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی