نور‌احمد لکڼوال: دُعاوي راته وکړئ، ترڅو نورو لوبو کې هم ښه ولوبېږم

ځوان افغان لوبغاړی نوراحمد لکڼوال، چې د نورو افغانانو ترڅنګ د پاکستان په سوپرلیګ کې لوبیږي، په خپله وروستۍ لوبه کې ښه وځلېد او اوس یې تازه ټویټ پيغام کې ویلې، دُعاوي راته وکړئ، ترڅو نورو لوبو کې هم ښه ولوبېږم.

نوراحمد لکڼوال پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې په خپرې کړې لیکنه کې لومړی د خپلې مور او کورنۍ څخه مننه کړې، چې تل یې ورڅخه د ښه لوبېدو په موخه ملاتړ کړی.

نوراحمد لکڼوال لیکلې:

«ډېر خوښ یم، چې جایزه مې وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شوم، زما کورنۍ زما تر ټولو ښه لویه سرمایه او ښه ملاتړ کوونکي دي، زه په کراچي کینګز لوبډله کې د لوبېدو څخه خوند اخلم او هیله کوم په راتلونکو لوبو کې د ښه لوبېدو په موخه راته دُعاوي وکړئ.»

 

 

د نوراحمد لکڼوال وروستۍ لوبه

 

وړمه ورځ د پاکستان سوپرلیګ په ۲۷مه لوبه کې لاهور قلندرز او کراچي کینګز لوبډلې یو دبل پر وړاندې ولوبېدې، چې پکې کراچي کینګز لوبډلې په ۷ منډو توپیر لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

لومړی توپوهنه کراچي کینګز لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۶ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکی.

کله چې لاهور قلندرز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۶۹ منډې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره وکړې او ونه توانېدله، چې هدف ته ځان ورسوي.

په یاده لوبه کې د کراچي کینګز لوبډلې افغان لوبغاړي نور‌احمد لکڼوال ۴ اورونه وکړل، ۱۹ منډې یې ورکړې او ۲ مهمې ویکټې یې واخیستلې.

د لوبې په وروستیو کې نوراحمد لکڼوال د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ