د پاکستان په «PSL» لیګ کې د ځوان افغان لوبغاړي د ځلېدو ورځ

د پاکستان سوپرلیګ په ۲۷مه لوبه کې پرون کراچي کینګز او لاهور قلندرز لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې، چې پکې کراچي کینګز لوبډلې په ۷ منډو توپیر لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

د یادي لوبې بشپړ جذیات

 

لومړی توپوهنه کراچي کینګز لوبډلې وکړه، چې په ټاکل شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۶ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکی.

کراچي کینګز ته بابراعظم ۵۴، مارټین کوپټیل ۴۳ او وسیم بیا ۳۰ منډې وکړې.

لاهور قنلدرز لوبډلې ته راشدخان ارمان ۲، شاهین افریدي ۱، احمد دانیا ۱ او محمد حفیظ هم ۱ ویکټه واخیستله.

کله چې لاهور قلندرز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۶۹ منډې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره وکړې او ونه توانېدله، چې هدف ته ځان ورسوي.

د لاهور قنلدرز لپاره محمد حفیظ ۳۶، ډاویډ ۳۴، پلکنر ۳۳ او اختر بیا ۲۱ منډې جوړې کړې.

د کراچي کینګز لپاره نوراحمد لکڼوال ۲، محمد الیاس ۲، سید وسیم ۱ او محمد افریدي هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه

 

 

پرونۍ لوبه کې افغان لوبغاړي

 

په لاهور قنلدرز لوبډله کې راشدخان ارمان او په کراچي کینګز لوبډله کې بیا نجیب‌الله ځدران او نور‌احمد لکڼوال ولوبېدل.

۱ـ راشدخان ارمان: په توپوهنه کې یې په ۶ توپونو ۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او ددې ترڅنګ یې بیا په توپ‌اچونه کې څلور اورونه وکړل، ۲۲ منډې یې ورکړې او دوې مهمې ویکټې یې واخیستلې.

۲ـ نوراحمد لکڼوال: په پرونۍ لوبه کې نوراحمد لکڼوال ۴ اورونه وکړل، ۱۹ منډې یې ورکړې او ۲ مهمې ویکټې یې واخیستلې، ددې ترڅنګ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

۳ـ نجیب‌الله ځدران: نجیب‌الله ځدران چي په کراچي کینګز لوبډله کې لوبیږي، پرون په صفر وسوځېد.

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ