سیاست نړۍ

د اسامه بن لادن خورزې «نور بن لادن» له ډونالډ ټرمپه خپل ملاتړ اعلان کړ

لیکنه: مهر تاج
راپور: مهر تاج

نیویارک: د یولسم ۱۱ د سپتمبر  اصلي عامل او د دغه برید د مسوول اسامه بن لادن خورزه «نور بن لادن» له ټرمپ څخه خپل ملاتړ څرګند او ویلي یې دي چې ډونالد ټرمپ هغه ولسمشر دی، چې کولای شي د سپتمبر د ٢٠٠١ پېښو په څېر د لویو پېښو مخنیوی وکړي.

نور بن لادن وايي، د جوبایډن واک ته د رسېدلو په حال کې د سپتمبر د پېښې په څېر د نورو پېښو رامنځته کېدلو ګمان (امکان) ډېر/ لوړ دی او تور یې پوري کړی، چې دموکراتانو د بنیادګرو سره لاس یو کړی دی.

نور بن لادن وايي، د «الهان عمر» په څېر خلکو د ځواب لپاره ضروري ده، چې ټرمپ یو ځل بیا واک ته ورسېږي.

الهان عمر

الهان عمر د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس غړې یوه مسلمانه مېرمن ده.

نور بن لادن دا څرګندونې له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خپله لمړۍ مرکه کې کړې وې.

نور بن لادن وایي، زه د ټرمپ سیاست او کړنې له ډېره وخت څارم او زه یې په کلکه ملاتړ کوم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ