اپریل 17, 2021

مایک تایسون یو ځلې بیا لوبو ته راستنېږي!

ژباړه: محمدصابر حمیدي
د سوکوهني پخوانی نوموتی امریکايي لوبغاړی یو ځلې بیا لوبو ته راستنېږي!
د سوکوهني پخواني نوموتي او تکړه لوبغاړي مایک تایسون پرېکړه کړې چې په ۵۴ کلنۍ کي یو ځلې بیا لوبو ته راستون شي.
مایک تایسون یو له هغه نړیوالو لوبغاړو څخه دی چې په لوبو کې د ډېرو بریاوو او ښه ځلېدو له امله یې نړیوال نوم درلود.
واشنګټن پوسټ وايي، چې د خپل وزن نړیوال اتل مایک تایسون یو ځلې بیا لوبو ته راستنېږي.

تایسون ویلي لوبو ته یې د بېرته راګرځېدو موخه دا ده چې د لوبو په پيسو له غریبو او نشه کارکوونکو کسانو سره مرسته وکړي.
هغه ویلي: “غواړم خپلو تمرینونو ته دوام ورکړم او یو ځلې بیا لوبو ته مخه کړم، زه غواړم له دې لارې د هغه نشه‌ځپلو او هغو غریبو کسانو سره مرسته وکړم چې بې کوره دي.”
هغه په ۲۰۰۵م کې له لوبو سره مخه ښه کړې وه.
تایسون د خپل ژوند په لوبیز پړاو کې ۵۸ نړیوالې لوبې ترسره کړې وې، چې له ډلې یې ۵۰ ګټلې، ۶ بایللې او دوې یې بیا بې پایلې پایته رسېدلي.
د یادلو لوبو له ډلې ۴۴ لوبغاړي هغه ناک اوټ کړي دي، چې دا د یوه لوبغاړي لپاره ډېره لویه خبره ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي