پنجاب لوبډلې د مجیب ځدران څخه لاس واخیست؛ هغه به بولۍ ته واچول شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هند آی پي ایل سیالیو لپاره د لوبډلو مسوولینو ته خبر ورکړل شوی و، هغه لیستونه خپور کړې، چې کوم لوبغاړي له ځان سره ساتي او کوم لوبغاړي بیا بولۍ ته وړاندې کوي.
د اُصولو سره سم پرون ګډونوالو اتو واړه لوبډلو د هغه لیستونه خپاره کړل، چې کوم لوبغاړي له ځان سره ساتي او کوم لوبغاړي بیا بولۍ ته اچول کیږي.
د ګډونوالو ټیمونو له ډلې کینګز الیون پنجاب داځلې له افغان لوبغاړي مجیب ځدران څخه لاس واخیست، چې هغه یې د بولۍ اچونکو لوبغاړو په لیست کې راوستلی.

کینګز الیون پنجاب لوبډلې دا لوبغاړي له ځان سره وساتل

کېل راهول، کریس ګېل، نیکولاس پوران، محمدشامي، کریس جورډن، منډیپ سینګ، میانک اګروال، روي بیشوني، پرابسیمرن سینګ، ډیپک هوډا، سرفراز خان، ارشډیپ سینګ، مارګن ایشواین، ډرشان نالکېنډ، ایشان پوریل او هارپریټ برار.

هغه لوبغاړي چې پنجاب له لوبډلې ویستل او بولۍ ته به وړاندې شي

کلین مکسویل، شلډن کوټریل، کریشناپا ګاتم، مجیب ځدران، جېمز نېشم، هاردوس ویلجون، کرن نایر، ج سوچیټ او تاجینډر سینګ.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو د پیر مراسم یا بولي راتلونکې فیبرورۍ میاشت کې ترسره کیږي او خپله سیالۍ بیا راتلونکې مارچ میاشت کې پلان شوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب