کلتور او هنر له نړۍ

چین کې پر مسلمانانو محدودیتونه؛ خلک روژه نه شي نیولی

لیکنه: مریم شریفي
اعلان

لیکنه: مریم محمدي

روژه د سلام دین دریم رکن دی، په دې مياشتې د نړۍ ټول مسلمانان ټوله ورځ د سهار سپېداغ څخه نيولې تر د لمر پرېوتو پورې په نهاره تېروي، نه خواړه خوري، نه څښاک کوي، له بې ځايه خبرو يا عام غیر اخلاقي کړنو لکه غوسه، نسوار او سگرېټ څخه ډډه کوي.

دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توگه گوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی.

په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينگار شوی چې له مخې يې مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره سره تراویح، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي .

چین کې پرې بندیز

په جرمني کې د اویغور مسلمانانو دفتر ‘د ایغورو نړیوال کانگرس’ ویلي، چې چین د اویغور مسلمانانو د روژو په نیولو بندیز لگول شوی دی او سرغړونکو یې سختې سزاگانې ورکول کیږي.

د راپورونو له مخې د چین حکومت د سینکیانگ په ایالت کې، چې زیاتره اوسیدونکې یې اویغور مسلمانان دي، د روژو په نیولو بندیز لگولی دی او ورته یې روژه ونه نیسي.

د اویغور مسلمانانو نړیوال کانگرس دا هم وایي چې د چین حکومت له تېر کال راهېسې د اویغور مسلمانانو په ډېرو مذهبي مراسمو او فعالیتونو بندیز لګولی دی او هېڅ مسلمان حکومتي ‌کار کوونکی نشي کولی چې روژه ونیسي‌ او یا دې جومات ته ولاړ شي.

په چین کې اویغور مسلمانانو ته په نورو کومو کارونو امر شوی؟

تیر کال د لړم په ۲۲ مه امریکا کې «ان. پي. آر» رسنۍ یو راپور خپور کړی و، چې په کې ویل شوي و، د چین حکومت اویغور مسلمانانو ته په زندانونو کې لارښونه کړې ده چې د ډوډۍ خوړل په “بسم الله” نه، بلکې د چین د ولسمشر په نوم پيل کړي.

په چین کې ږیره پریښودل، پرده کول، لمونځ او روژې نیول سختدریځي بلل کیږي.

چین کې محصلینو ته دا لازمي دی چې په اوونۍ کې درې ورځې په ښوونځي کې د غرمې ډوډۍ وخوري او که څوک یې نه خوري نو هغوی به یو ځلې بیا روزنیز کمپونو ته لیږل کیږي چیرته چې هغوی ته د خپلې نظریې او فکر د بدلولو تعلیم ورکول کیږي.

چین کې که کوم مسلمان په پټه روژه هم ونیسي، حکومت یې په غرمه کې یې اړ کوي چې ډوډۍ وخوري او خپله روژه ماته کړي.

اویغورمسلمانان باید هر ورځ “۱۲۶درواغ” تکرار کړي، د درواغو په دغه لست کې ځینې داسې دي: دین افیون دی، دین بد دی، باید په هېڅ مذهب باور ونه کړئ.

د زندانیانو په کمپونو کې اویغور مسلمانانو ته دا هم ښودل کېږي چې باید د چین پر ولسمشر درود ووايي او د کمونیست ګوند حماسي ترانه دې زمزمه کړي.

همدارنګه چین کې ډېرو مسلمانانو ته دا اجازه هم نه ورکول کیږي چې د زده کړو له کمپونو څخه د باندې خپلو کورنیو سره د هیواد دننه او یا هم د هیواده بهر اړیکې ونیسي. دغه مسلمانان حتا په ټولنیزو شبکو کې یو بل ته د مذهبي ورځو مبارکي هم نه شي ورکولی.

د چین حکومت په اکثریت مسلمان میشته ولایت شین‌ژیانگ کې د ماشومانو پر نوم ایښودنې محدودیتونه لگولي دي او د دې ولایت ایغوري مسلمانان یې پر ماشومانو باندې د هغو نومونو له ایښولو څخه چې “ډیره مذهبي” معنی لري منع کړي دي. په دې جمله کې د محمد نوم هم شامل دی.

امریکا او د لویدیځ ځینو نورو هېوادونو چین تورن کړی چې شاوخوا یو میلیون اویغور مسلمانان په “اجباري کمپونو” کې ساتي. خو بیجینګ وايي چې دا د “زده کړو کمپونه” دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي