فبروري 24, 2021

ازموينې ته د چمتوالي پر مهال د قهوې له څښلو څخه ډډه وکړئ!

ژباړه: عایشه حیدري

د مشرق د راپور پر بنسټ، کله چې بدن له فشار او اضطراب سره مخ شي په بدن کې د ادرنالین او کورتیزول د هورمونونو ترشح ډېرېږي او له بدن سره مرسته کوي، تر څو د سترس پر وړاندې ډېره انرژي مصرف کړي.

هغه مواد چې کافیین لري لکه چای، قهوه ان ځینې ککاونه د ډېرې لنډې مودې لپاره د ويښ پاتې کېدو او د فکر کولو لامل کېږي خو دغه ځانګړنې څو دقیقې وروسته برعکس کېږي او په دغه وخت کې انسان مطالعه او فکر نه شي کولای ان انسان زدکړه هم نه شي کولای او په پای کې د سټرېس او اضطراب د رامنځته کېدو لامل کېږي.

صنعتي جوسونه د دې لپاره چې شکر او نور نا مناسبه مواد لري او ډېره انرژي په لږ وخت کې تخلیه او ازادوي سټرېس منځ ته راوړي. د ازموینو پر مهال تر ترټولو غوره څښاک اوبه دي.

د اوبو څښل انسان ته ارامتیا وربخښي. د ورځې په اوږدو کې اوبه وڅښئ. له خوړو څخه مخکې نیمه ګړۍ او له خوړو څخه دوه ګړۍ وروسته د اوبو څښل هېڅ زیان نه لري. خو د خوړو په منځ کې د اوبو څښل په هضم کې ستونزې رامنځته کوي او دې خیټې د پړسوب لامل کېږي.

که غواړئ چې خپل سټرېس او اضطراب له منځه یوسئ او په سمه توګه زدکړې وکړئ نو د اوبو ترڅنګ له لبنیاتو څخه هم ګټه واخلئ.

لبنیات هر ډول سټرېس له منځه وړي د بېلګې په توګه د ورځې په اوږدو کې د یوه ګیلاس شیدو څښل په بدن کې ارامتیا رامنځته کوي او کس کولای شي ښې زدکړې وکړي او ازموينې ته چمتو شي.

په پای کې یادونه کوو چې د مطالعې پر مهال شړومبې، مستې او ډېرو تريو شړومبو څښلو څخه چې خوب راوړونکي دي، ډډه وکړئ،خو د ورځې په لړ کې د شیدو او همدارنګه د خوږو مستو خوړل هېر نه کړئ.

هېر مو نه شي چې د کم رنګه چای څښل هم هغومره زیان نه لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*