مارچ 8, 2021

نړۍ کې هېڅ خنډ شتون نه لري

Advertisements

ژباړه: نسیمه محمدي
هېڅ خنډ او مانع په نړۍ کې شتون نه لري. که تاسې د یوې چارې د سرته رسولو لپاره د زړه له تله پرېکړه وکړئ تر سره کولی یې شئ.
یو سپين ږیري سړي په یوه کلي کې یوازې ژوند کوو. هغه غوښتل خپله کرونده د آلوګانو د کرلو لپاره یوي( قُلبه) کړي، خو دا چاره ده ته ډېره سخته وه. یواځنی زوی يې چې کولی یې شو له خپل پلار سره مرسته وکړي په زندان کې پروت وو؛ سپین ږیري خپل زوی ته یو لیک ولیکه او د وضعیت په اړه یې ورته توضیع ورکړه.

« ګرانه زویه! زه ښه حال نلرم ځکه سږکال به ونشم کړای آلوګان وکرم؛ زه نه غواړم دا کرونده له لاسه ورکړم، ځکه مور به دې تل د محصول د کښت وخت ته ډېره خوشخاله وه. زه د کروندې د کار او پر مخ وړلو لپاره ډېر زوړ شوی یم. که چېرې ته دلته وای زما ټولې ستونزې به حل شوې وې؛ زه پوهېږم که چېرې ته دلته وای د کروندې ځمکه به دې یوي کړې وه». پلار دې!

زوی یې د دې لیک په ځواب کې خپل پلار ته په ټلګراف کې ولیکل:

«پلاره د خدای په لحاظ کرونده مه قُلبه کوه؛ هلته ما ډېره وسله پټه کړې ده».

سبا سهار څو کسه پولیس افسران او دولتي مأموران په سیمه کې ولیدل شول؛ ټوله کرونده یې قُلبه قُلبه کړه ، پرته له دې چې کومه وسله پیدا کړي.
د هلک پلار په وارخطایۍ خپل زوی ته بل لیک ولیکه او هغه ته یې وویل، چې څه پېښه رامنځته شوې او څه به لا نور پېښ شي؟
زوی یې ځواب ورکړ: پلاره ځه لاړ شه او خپل آلوګان دې وکره، دا تر ټولو غوره کار وو چې کولای مې شو له دې ځایه یې درته تر سره کړم.
په پای کې یې وویل، خنډ، ذهن دی. نه داچې تاسې یا یو شخص چېرته یئ.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ