مارچ 6, 2021

د زياتو نجونو په زيږېدنه ښځې مه ملامتوئ

Advertisements
  • ليکنه: شپنه سلګۍ

قران کریم په دې ګواهي ورکوي چې د عربانو به لوڼه پیدا شوې، مخونه به یې له غوسې تک تور شو، دا به یې د ځان لپاره شرم ګاڼه، له خلکو به پټېدل، دا دود نه یوازې په عربانو کې و، بلکې ټوله نړۍ کې همدا حال و، د اسلام په راتګ دا دود په ځينو ځایونو کې له منځه ولاړ او په ځینو ځایونو کې کمرنګه شو. په افغاني ټولنه کې اوس هم نارینه په هغه ښځه بن راولي چې لوڼه زیږوي، خو دوی په دې نه دي خبر چې د اولاد په جنسیت کې ښځه هېڅ رول نه لري.
آیا د داسې ښځې رټل او یا پرې بن راوستل سم کار دی؟
نه هېڅکله دا سم کار نه دی، دا کار شرعاً ناروا دی او معاصر طب هم رد کړی دی، دا کار ښځې په شعور او نفسیاتو ناوړه اغیز کوي او دا اغېز یې آن بیا په اولاد کې هم څرګندېږي، نو لطفاً هغه ښځې مه رټئ چې ډېرې لوڼې راوړي.
یو سړي شپږ لور ګانې لرلې، ښځې ته یې ګواښ وکړ که دې دا ځل لور راوړه طلاقوم دې، سړی قهرجن ویده شو، په خوب کې د محشر ورځ ده، ملایکو پکې ځنځیرونه اچولي دوزخ ته یې وړي، دا چیغې وهي، لومړۍ دروازې ته چې ورځې لور یې ولاړه ده، له ملایکو څخه یې خلاص کړ چې دا زما بابا دی، په دویمه دروازه کې یې دویمه لور ولاړه وه، له دوزخه یې راستون کړ… په شپږمه کې یې شپږمه لور ولاړه وه، خلاص یې کړ، اوومې ته یې روان کړ، هلته هېڅوک نه و، سړي چیغې کړي او په دې چیغو له خوبه راویښ شو، په منډه یې رڼا ولګوله، لورګانې یې راویښې کړې، له مېرمنې یې بښنه وغوښنه، لورګانې یې ښکل کړې، بیا لاس پورته کړ چې خدایه اومه لور هم راکړي.
حدیث شریف دی که چا څلور لورګانې وروزلې او واده یې کړې، زه یې د جنت تضمین کوم.
په افغاني ټولنه کې په تجربه ثابته شوې چې لورګانې په مور او پلار تر زامنو ډېرې مهربانې دي، نو لورګانې وروزئ، په لوریانو د مېرمنو زړونه مه بدوئ، هم به مو دنیایي ژوند له سکونه ډک وي او هم به مو اخرت رڼا وي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ