په دې وختونو کې د نجونو ژوند هم د کرونا ښکار شوى

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

داسې ډېرې کورنۍ شته چې خپل لور یا خپل خور یا هم د کورنۍ هر غړی چې وي په کم عمر کې ودوي.
دا ودونه ځینې یې دلیلونه لري، لکه د دښمني لپاره یا هم وایي چې د هغه په نامه ده، ښه دی چې ژر یې واده کړو یا هم د خراب فکر له امله خپل لور ژر ودوي، چې یې له خپلې غاړې خلاصه کړي، نه یې مکتب ته پرېږدي او نه درس ته. حتا دېته یې نه پرېږدي چې خپله د ماشومتوب دوره لا په سمه تېره کړي، پرته له دې چې د دې نجلۍ رضایت ترلاسه کړي، نو ودوي یې، چې دا کار زموږ په ټولنه کې یو ناسم دود دی.
خو له کوم راهیسې چې کرونا ویروس پیدا شوی، د نجونو ودول په لږ عمر کې بېخي ډېر شوي او مکتوبونه هم رخصت دي، نو له دې خطر هم شته چې دا کار لا په ډېرېدو شي.
د افغانستان ۷۱ مدني قانون د نجونو لپاره د واده نېټه ۱۶ کلنۍ ټاکلې او د هلکانو لپاره ۱۸ کلن باید وي. که څه هم نړیوالې ادارې هڅه کوي چې د نجونو سن هم د معیار پر اساس ۱۸ ته ورسوي، خو په افغانستان کې د ټولنې نیمایي وګړي خپلې لوڼې له قانوني سن څخه ښکته ودوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په دې وروستیو کې یوه سروې ترسره کړې، چې ښکاره کوي، په افغانستان کې په سلو کې ۴۲ سلنه وګړي وایي چې له هرې یوې کورنۍ څخه لږ تر لږه یو تن یې د قانوني سن څخه ښکته واده کړی دی.
همدارنګه یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق وایي، په افغانستان کې له دریو نجونو یوه یې اتلس کلنۍ ته تر رسېدلو مخکې ودېږي. همداسې د نویو ځوانو شویو نجونو په سلو کې ۳۱ یې کمخوني لري.
که غریبي، بېچاره‌ګي ډېره شي، نو دا سلنه به نوره هم پرمختګ وکړي، او اوس دې ویروس لپاره نجونې نور هم د خطر سره مخ دي، ځکه د مکتبونو رخصتېدل د ټولو ژوند ګډوډ کړی، خصوصاً د نجونو په اوږو د یوه دروند بار په شان دی.
د بشري حقونو څېړونکی هیثر بار لیکي:

په اوس وخت کې وضعیت نور هم خراب شوی. انلاین درسونه دي او دا هم د ګوتو په شمار خلکو ته رسېږي. نړیوال بانک په تخمیني ټوګه وایي، چې یوازې ۱۴ سلنه د افغانستان خلک انترنټ ته لاسرسۍ لري او ۵۵ سلنه په غریبۍ کې ژوند کوي. ډېرې کورنۍ د انترنټ د مصرف ورکولو توان نه لري. په داسې حال چې یوازې ۳۰ سلنه ښځې او ۵۵ سلنه نارینه باسواده دي، نو همداسې ماشومانو لپاره هم د زده‌کړې لپاره مرسته نشته.

په همدې دلیل کوم کورنۍ چې له اقتصادي فشار سره مخ دي، مجبوره دي یا لوڼي خرڅې کړي یا هم په زور سره یې ودوي.
خصوصاً په پکتیا، خوست او پکتیکا کې نه یوازې نجونې په کم عمر کې ودوي، وهل، ټکول او طلاق غوښتل هم شامل دي او د ښځو پر وړاندې هلته اووه سلنه تاوتریخوالی زیات شوی.
د همدې لپاره د بشري حقونو څار سپارښتنه کوي چې د افغانستان دولت او نړیوال سپانسران یو بل ته لاس ورکړي او مرسته وکړي چې د کرونا اغېزه پر نجونو او ماشومانو کمه کړي. کله چې مکتوبونه پیل شول نو باید وګوري چې څوک پکي غیر حاضر دي او نور نشی راتلای، او همداسې د دې پېښو قربانیانو لپاره خدمت وکړي او د ښځو پر وړاندې مبارزه نوره هم پراخه کړي، ځکه نه یوازې په دې وخت کې، بلکې هېڅکله هره کورنۍ چې وي باید خپل لور په لږ عمر واده نه کړي، ځکه د ډېرو ستونزو سبب کېږي، لکه که د نجلۍ عمر کم وي، د عاطفې له نظره یې پوره پرمختګ نه وي کړی، نو واده ته چمتو نه وي.
د ډېرو میندو مړه کېدل په ماشوم باندې هم همدا د لږ عمر واده دلیل وي چې نشي کولای مقاومت وکړي، ځکه چې کمزورې وي.
د جسمي او رواني له نظره هم واده ته چمتو نه وي، او دا نجونې چې په لږ عمر کې واده کوي، نو ژړ زرېږي هم.
خپل خاوند او خپله کورنۍ هم په سمه توګه نشي درک کولای د کورنۍ یا ګډ ژوند کارونه او مهارتونه نشي درک کولی او نه په سمه توګه ترسره کولای شي، او جنسي اړیکه هم نشي درلودای.
د لږ عمر نجلۍ کله چې ماشوم پیدا هم شي، سم یې نه شي روزلای او ورته لاسرسی نشي پیدا کولای.
د لږ عمر نجلۍ واده، د خیانت او د بل واده سبب هم کېدای شي، ځکه دوی چې کله واده کوي، هغه وخت کې فکري وده یې نه وي کړې، هغه وخت نه پوهېږي، نو کله چې پوه شي بیا زړه یې بلې اړیکې ته غواړي.
له درس او تحصیل څخه پاتې وي، نو راتلونکې کې د ډېرو ستونزو سره مخ وي.
ځکه د دې عمر کم وي، نه پوهېږي چې خپل خاوند، ماشوم او خپل د خاوند کورنۍ سره څنګه چلند وکړي. څنګه د کور ټولو کارونو ته لاسرسی پیدا کړي، نو دا ټول کارونه نشي کولای، ځکه له ستونزي سره مخ کېږي، نو د دې لپاره باید په کم عمر خپله لور، خپله خور واده نه کړو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي