خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

ولې یوه نجلۍ د تېښتې هوډ کوي؟

لیکنه: شپنه سلګۍ
ليکنه: شپنه سلګۍ

دا هغه پوښتنه ده چې ډېر ځله ورسره مخ کېږو، په افغاني ټولنه کې دا دود له پخوا راهیسې موجود دی، کومه نجلۍ چې په کوم هلک پسې وتښتي هغې ته مټیزه وایي، نو ته څنګه کولی شې خور یا لور دې له کوره ونه تښتي.
ښځه هم لکه نارینه، خپلې هیلې، امیدونه اورغبتونه لري، کله چې هم د دې هیلو مخه ډب شي، نو درې لارې لري، یا به په چوپه خوله خپل درد ژوي چې په ژور خپګان او نفیساتي ستونزو اخته شي، یا هم چاپېریال ورته دوزخ ښکارې او له دې دوزخ د تښتېدلو هڅه وکړي، او یا هم ځانوژنه وکړي.

دا درې کټګورۍ نجونې په افغاني ټولنه کې ژوند کوي، زموږ موضوع د نجونو په تېښته راڅرخي، نو لومړی به په هغو عواملو او اسبابو وغږېږو چې یوې نجلي ته له کور څخه د تښتېدلو لار برابروي.

کله چې هم یوه نجلۍ د پلار یا وروڼو له خوا بار بار د کورنۍ تاتریخوالی او فشارونو ښکار شي:

د کورنۍد جلاوالي له امله نه شي کولی چې په شته کور کې ژوند وکړي
د غریبۍ، بېوزلۍ په خاطر د مال په لټون له کوره تښتي.

د کورنۍ له خوا داسې چا سره په زور واده ته اړیستل چې د هغې نه وي خوښ.

په کورنۍ کې د کورنۍ او نجلۍ ترمنځ د تعاطف او مینې د فضا نشتون چې نجلۍ پکې خپل مشاعر په جرا‌ءت نه شي څرګندولی، نو نجلۍ د بل ځای په لټه کې شي.

  • د مراهقتوب پر مهال ورته د مور او پلار نه پاملرنه هم د دې لامل کېږي له کوره وتښتي.

له یو چا سره بې کچې مینه او د کورنۍ له خوا یې د واده ممانعت د دې سبب کېږي چې وتښتي.

د مور او د لور په منځ کې داسې تشه چې نجلۍ په ځان د بې‌باورۍ احساس وکړي، همدارنګه د مور له خوا یوازې لور ته د مه کوه او کړه پرته بل څه ونه ویل شي، نو له موره د بیلولي رغبت ورسره پیدا کېږي.

ځينې غولونکي منفي اعلامیې او شعرونه چې د انټرنیټ نه یې تر لاسه کړي، هغه چې ناواقعي او ناحقیقي وي، نجلۍ ګومان کوي چې دا یوه حقیقي نړۍ ده، نو ورته تښتېدلی شي.

– د یوې نجلۍ د تېښتې نښې او نښاني څه دي؟

ته د یوې مور په صفت چې کله هم د خپلې لور سلوک او کړونو ته متوجه شي، نو د لور په نیت هرومرو پوهېږي.

خو ځینې څرګندې نښې یې په لاندې ډول دی:

۱ – په مزاج کې یې ناڅاپي سخت تغییر راځي.
۲ – مکتبي ستونزې، د کورنۍ په ناخبرۍ کې له ښوونځي پاتې کېږي، یا یې ښوونکي د سلوک له تغییره شکایت کوي.

۳ – په بکسه کې له ځان سره ډېرې روپۍ ګرځوي، ځینې خورلڼو ته ورکوي چې ورته یې وساتي.

۴ – د مور په ناخبرۍ کې ځینې قېمتي شیان ډالۍ کوي.

نږدې دوستانو نه ځینې پوښتنې کوې، لکه که زه ډېره موده لرې ځای ته لاړه شم، نو ته راپسې خپه کېږي.

د تېښتې په اړه د نجلۍ د فکر ستونزه څنګه حل کړو؟

کله چې هم شکمن شوې چې لور دې د تېښتې فکر کوي، نو د غوسې پر ځای باید، عقلي کړنه تر سره کړي. غوسه یې د حل لار نه ده، لور ته دې ووایه چې لورې ستا ستونزه په تېښته نه حل کېږي، باید لاندې نکتې په نظر کې ونیسي.

لور ته د ستونزو د حل مهارتونه وښیې، لومړی ستونزه په نښه کړه، بیا هغې ته ووایه چې دا ستونزه به څنګه حل شي، هر ځل هره ستونزه ور وړاندې کوه او د هغې حل ترې غواړه، ورته وایه: د ستونزې د حل دا لاره مې ډېره خوښه شوه، مثلاً که لور دی له استاد سره ګستاخی کړې وي او بیا یې بښنه غوښتي وي، ته ورته ووایه چې شاباش بښنه غوښتل اخلاقي جراءت غواړي. موږ په یوه کور کې ګډ ژوند کوو، هېڅوک داسې نه شته چې خطا او تېروتنه ونه کړي، خو ښه خلک هغه دي چې د تېروتنې بښنه وغواړي.

  • د خپلې لور په اړه ځان ډاډه کړه، باید په منظم ډول له لور څخه پوښتنه وکړئ، څه کیسې دي؟ په کوم ځانګړي شي کې خو مرستې ته اړتیا نه لرې؟

دا کار په ورځ کې درې ځل تکراروه، یا یې کوټې ته ورشه، وګوره چې درس وايي که نه، پوښتنه ترې وکړه لورې څه شي ته خو به اړتیا نه وي؟ دا کار هغه ډاډه کوي چې ارزښت ورته لري د مور او د لور ترمنځ فضا خوږوي.

  • کله چې ورباندې شکي شوئ، د تېښتې په اړه فکر کوي، نو ورسره کینه، د ستونزو پوښتنه یې وکړه، خو داسې یې پرې ځان مه پوه کوه چې ته پرې پوهه شوې یې، د یوې ملګرې په څېر یې وپوښته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ