مارچ 5, 2021

د واده پرېکړه په هلک او نجلۍ پورې تړلې ده

ليکنه: شپنه سلګۍ

په واده کې د نر او ښځې مساوات په اسلام کې منل شوي دي. اسلام د هلک او جينۍ ترمنځ واده د ټولنې د دوو نيمايي برخو يو ځايوالى ګڼي.
د واده هدف علاوه د نسل د زياتوالي څخه مينه، شفقت، دوه‌اړخيزه احترام په ژوند کې د خوشالۍ احساس او معنوي تعادل دى.
قران کريم ګواهي ورکوي:
ژباړه: (د خداى تعالى له نښو څخه يوه دا ده چې الله ج ستاسې د ژوند ملګرې ستاسې د خپل وجود نه پيدا کړې چې تاسې له دوى سره په سکون کې ژوند وکړئ او ستاسې په زړونو کې يې مينه واچوله دغه نښه د قدرت ده د هغه چا لپاره چې پوهېږي)
نو د ښځې او مېړه ترمنځ اړيکې يوازې جنسي اړخ نه لري، بلکې مينه او محبت، له يوبل څخه مراقبت او دوه‌اړخيزه احترام په بر کې نيسي.
قرانکريم د کړو وړو د کنترول په تنظيم، لارښوونه کولو او په انساني اړيکو باندې د کورنۍ د رامنځته کولو لپاره تاکيد کوي، په کورنۍ کې ښځه ثابت او بنسټيز رول لري، ځکه چې د ښځې موجوديت په کورنۍ او نړۍ کې د مسلمانانو د زياتوالي باعث ګرځي.
په جبر سره د جينۍ ودول په اسلام کې نشته، نو د واده کولو په اړه د هلک او نجلۍ موافقه ضروري ده، اګر چې مور او پلار او يا د کورنۍ مشران هلک او جينۍ لپاره د ملګري په انتخاب کې کليدي رول لري، خو اخرنۍ پرېکړه په هلک او نجلۍ پورې تړلې ده.
مثلاً د ابن عباس له قوله پيغمبر ص ته یوه نجلۍ راغله او ورته يې عرض وکړ چې پلار مې بغير زما د رضا څخه زما واده کول غواړي.
پيغمبر ص ورته وويل: اوس ستا حق دى چې دا واده کوې او که يې لغوه کوې د نجلۍ د وينا مطابق چې ويل يې: ما غوښتل چې خپل حق ثابت کړم زما موخه په خپل پلار باندې اعتراض نه دى.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي