پوران: IPL کې مي ښې لوبې ونکړې؛ زه بیرته قوي راګرځم

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي نیکولاس پوران په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راتلونکو سیالیو کې به د پخوا غوندي قوي ولوبیږي.

نیکولاس پوران پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، چي د هند آی پي ایل لیګ په سږنیو لوبو کې یې د خپلې لوبډلې لپاره يې ښه سیالۍ ونکړې، چې په همدې موخه به بیرته د پخوا په ډول قوي راوګرځي.

هغه لیکلي:

‹‹د آی پي ایل سیالیو ځنډول او د هغه تر شا لاملونه یې زړه ماتونکي دي، ډېر ژر به سره ووینو IPL, په ورته وخت کې زه به دا انځور زما د هڅونې په توګه وکاروم، تر څو د پخوا غوندي قوي راوګرځم.››

 

 

نیکولاس پوران په IPL سیالیو کې

 

نیکولاس پوران، چې په خپله ملې لوبډله او نورو لیګونو کې خورا بې رحمه توپوهنه کوي، خو سږ کال یې په آی پي ایل لیګ کې چندان توپوهنه ونه کړه.

هغه د ۲۰۲۱م کال په آی پي ایل لیګ کې تر دې دمه اووه سیالۍ وکړې، چې په ټولو کې یوازې ۲۸ منډې وکړې.

پوران یوازې سږ کال په څلورو لوبو کې په صفر وسوځېد، خو دوو لوبو کې یې څه ناڅه منډې وکړې.

۱- د راجستان رویالز پر وړاندې یې ۰ منډه،
۲- د چینای سوپرکینګز پر وړاندې یې ۰ منډه،
۳- د ډهلي کپیټلز پر وړاندې یې ۹ منډې،
۴- د سنرایزر حیدراباد پر وړاندې ۰ منډه،
۵- د کلکتې پر وړاندې یې ۱۹ منډې،
۶- د رویال چلینجرز بنګلور پر وړاندې یې ۰ منډه.

 




وروستي مطالب