روغه سټه

غواړئ له جراحۍ پرته ښکلې او نرۍ پوزه ولرئ؟

ژباړه: نسیمه محمدي

څنګه کولای شو د څو ساده طریقو سره په طبیعي ډول پوړه کوچنۍ کړو؟

که د خپلې پوزې له بڼې راضي نه یئ، اړتیا نشته اندېښمن واوسئ، ډېر ساده او اسانه لارې چارې شته، چې د ډېر وخت سره یې په کور کې تر سره کړئ. تاسې کولای شئ د ځینو تمریناتو، د یخ له ټوټوپه مرسته اخېستنه او همدارنګه د سینګار په واسطه د پوزې سایز کوچنی او ښکلی کړئ.

زنجفیل

د اوبو او زنجفیلو له پودرو یوه سریښناکه ترکیب جوړ کړئ، وروسته د پوزې کومه برخه چې غواړئ کوچنۍ شي، د یوې نرۍ پردې په بڼه پرې کېږدئ او پنځلس دقیقې وروسته یې پاک ووینځئ.

په هغو کسانو کې، چې د دې ترکیب له استعمال وروسته خارښت ډېرېږي، باید ونه کارول شي.

دا حېرانوونکې او په زړه پورې کړنه حتما وآزمایئ.

یخ: له یخ سره څنګه کولای شو خپله پوزه وړه کړو؟

یخ یوه له ساده طریقو څخه ده تر څو وکولای شئ وړه پوزه ولرئ. یو مکعب یخ په پاکه ټوټه کې وپېچئ او پوزې شاوخوا یې کېږدئ. هر ورځ دا کړنه د لس دقیقو لپاره تر سره کړئ.

د یخ له امله د پوزې پړسوب کم او کوچنۍ کېږي.

د غاښونو کریم، زنجفیل او د مڼې سرکه

د پوزې کوچنۍ کولو د دې طبیعي نسخې جوړول ډېر ساده دي، هغه نسخه چې اغېز یې ډېر عالي دی، کافي ده، چې د ډوډۍ خوړلو یوه قاشقه د غاښونو کریم، یوه قاشقه مېده شوي تازه زنجفیل( ادرک) او یوه قاشقه د مڼې سرکه. ټول سره ګډ کړئ او تر لاسه شوی ترکیب د دېرش دقیقو لپاره پر پوزه کېږدئ. له یاده مه باسئ د دې ترکیب له ایښودلو وړاندې پوزه د اوبو او صابون سره پاکه ووینځئ او وچه کړئ. له دېرش دقیقو وروسته پوزه په ګرمواوبو ووینځئ او که د پوزې د خشکۍ احساس مو وکړ د یو طبیعي نرموونکي کریم سره یې غوړه کړئ.

که روزانه له دې محلول ګټه واخلئ د لس ورځو څخه په کمه موده کې به د پوزې په ظاهري بڼه کې بدلون ووینئ. هغه کسان چې په پوزې د دې ترکیب د کارولو په مهال سوروالی یا د پوزې خارښت حس کړي باید د زنجفیل اندازه کمه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.