خپل ګډ ژوند په جنت بدل کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل
که چېرې دا تمرین په دو اوونیو کې ترسره کړئ او ستاسو د ګډ ژوند په عادت باندې بدل شي، نو خپل کور مو د جنت لوري ته یو ګام ور نږدې کړی دی.
لږ فکر وکړئ او په خپل زړه کې دې پوښتنې په رښتینې توګه ځواب ورکړئ چې: کله چې ستونزه را منځته کېږي، نو څنګه یې د خپل ژوند له شریک سره حل کوئ؟ آیا په ستونزې باندې متمرکز کېږئ او دومره یې په اړه خبرې کوئ، چې مقابل لوری مو په دې باندې قانع شي، چې تاسو په حقه یاست، که چېرې د ستونزې د حل لپاره ستاسو تګلاره دا وي، نو باید پوه شئ، چې د ستونزې د حل لپاره مو تر ټولو بده لاره ټاکلې ده. دلته تاسو ته بل تګلوری در ښیو، چې ستاسو بریا تضمینوي، تر څو شخړو او لانجو ته د پای ټکی کېږدئ او په چټکه توګه د خپل ګډ ژوند ستونزې حل کړئ.
تېروتنه مو چېرته ده؟
خپل ټول حواس او پام مو ستونزو ته مه ور واړوئ، په ځانګړې توګه که چېرې وینئ، چې زړه مو تنګ دی، حالت مو ښه نه دی او بې حوصلې یاست، نو د رامنځته شوې ستونزې په اړه له فکر کولو څخه ډډه وکړئ او صبر وکړئ، ترڅو آرامه او هوسا شئ.
ولې دا تګلاره ناسمه ده؟
ارواپوهان په دې باور دي، په ستونزو باندې له بریده زیات تمرکز کول، ستاسو د مینه ناک ژوند یو له قاتلینو څخه دی. د دې مواردو په اړه فکر کول او په اړه یې غبرګون ښودل، له ځان سره بدې پایلې لرلی شي او کولای شي، تر ټولو بد وضعیت ته لمن ووهي. که چېرې ذهن مو په ستونزې باندې له تمرکز کولو څخه لرې وساتئ، نو مغز ته مو د حل نورې لارې راځي، په دې برخه کې یوه په زړه پورې بېلګه شتون لري.
داسې وګڼئ، چې را منځته شوې ستونزه د یو ټپ په څېر ده، چې په هغه باندې مو پټۍ ایښې ده، معلومه ده، چې زړه مو نه غواړي، چې پټۍ ترې لرې کړئ او ټپ ومروړئ، ترڅو یو وار بیا ترې وینه وبهېږي! بلکې داسې څه کوئ، ترڅو ټپ ستاسو په بېدرېغه پاملرنې سره ورو ورو ښه شي او حتا شونې ده، چې له طبیعي او کورنیو درملو څخه هم ګټه واخلئ.
د ستونزو په اړه هم همداسې ده، غوره ده، چې داسې څه وکړئ، ترڅو ښه شرایط را منځته شي او ستونزه د ټپ په څېر خلاصه نه کړئ. کله چې د ستونزې په اړه، په فکر کولو کې ډوبېږئ، نو په ډېرې سختۍ سره به وکولای شئ، چې د حل مناسبې لارې پیدا کړئ، صبر وکړئ، ترڅو ذهن مو آرام شي او د اروایي فشار کچه مو را ټیټه شي، وروسته د ستونزو په اړه ښه لیدلوری پیدا کوئ او فکر ته مو د حل رڼې او روښانه لارې راځي.
څه وکړئ؟
رامنځته شوې پېښه په خپل حال پرېږدئ. دا ځل چې تاسو او د ژوند شریک مو له کومې ستونزې سره مخامخ شوئ، پرځای د دې، چې تل په دې موضوع باندې بحث وکړئ، چې (څوک ګرم دی) او ( ولې داسې وشول ) نو د حل لارو په لټه کې شئ او تېر په تېر کې پرېږدئ، لومړی د اوس په اړه فکر وکړئ او په دې شېبه کې د حل لارو په لټه کې شئ، وروسته په فرصت سره کولای شئ، د ستونزو د مخنیوي لپاره، لارې چارې پیدا کړئ. اوس د حل لارو د پیدا کولو وخت دی.
د یو بل خبرو ته ښه غوږ ونیسئ او په بیړه قضاوت مه کوئ. کله چې تاسو او د ژوند شریک مو د حل لارو په اړه خبرې کوئ، د یو بل خبرو ته ښه غوږ ونیسئ، په زوره چیغې مه وهئ یا غبرګون مه ښکاره کوئ. که چېرې مخالف یاست، نو اجازه ورکړئ، چې د مقابل لوري خبرې مو پای ته ورسېږي.
مناسب وخت په پام کې ونیسئ
لکه څنګه چې په تمه یاست، مېوه پخه شي او وروسته یې وخورئ، نو په ستونزو باندې مو غاښ مه لګوئ او اجازه ورکړئ، چې د مېوې په څېر ورسېږي او په اړه یې د خبرو کولو وخت را ورسېږي. د مناسب وخت ټاکنه ډېر زیات ارزښت لري، که چېرې دواړه غوسه یاست، نو خبرې هغه وخت ته پرېږدئ، په کوم کې چې ډېره آرامتیا او هوساینه لرئ.
ستونزو ته د نوي فرصت په سترګه وګورئ
په دې اړه فکر وکړئ، چې په ژوند کې مو نوې تجربه ترلاسه کړې ده او دې ستونزې تاسو ته نوی لید لوری په واک کې درکړی دی، چې تر اوسه ورسره نه وئ مخامخ شوي، له دې فرصت څخه ګټه واخلئ.
په ستونزه باندې پټۍ ولګوئ
غوره ده، چې داسې چاپېریال را منځته کړئ، ترڅو ښه شرایط را منځته شي او ستونزه د ټپ په څېر مه پرانیزئ، کله چې د ستونزې په اړه، په فکر کولو کې ډوبېږئ، نو په ډېرې سختۍ سره کولای شئ، د حل مناسبې لارې پیدا کړئ، نو صبر وکړئ، ترڅو ذهن مو آرامه او اروایي فشار مو را کم شي.

سریلانکا؛ د هند څخه یې سریز وګاټه، بورډ یې یولک ډالر انعام ورکړ

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

هند او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو د سریلانکا هیواد په کوربتوب د دریو یوورځنیو او دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې د یوورځنیو لوبو لړۍ هند او د شل اوریزه سیالیو لړۍ بیا ... نور ولولئ