د ښکلو کمڅیو او روغو ویښتانو لرلو لپاره دا لیکنه ولولئ

ژباړه: نسیمه محمدي
ډېری خلک د ګڼو او ښایسته ویښتو لرلو لپاره هره چاره تر سره کوي. که چېرې آرایشګر ورته د ویښتو د کراتین ووایي نو، د ښکلا د لاسته راوړلو لپاره یي تر سره کوي او که چم ګاونډ کې ورته څوک د ویښتو د توییدو کومه نسخه وښيي، ژر لاس په کار کېږي، په داسې حال کې چې دا بې نوم او نښانه نسخې مو ویښتو ته نه جیرانېدوونکې زیانونه لري.
که ویښتو ته مو ارزښت ورکوئ او نه غواړئ یو تار یي هم کم یا نازک شي، تر هغو چې ناوخته نه شي مناسب معلومات تر لاسه کړئ.
روزانه د ۱۰۰ تاره ویښتو رژېدل، طبیعي ده
که چېرې مو د ویښتو شدیدې توېیدنې ته متوجه شوئ نو په بدن کې مو د ناروغۍ په لټه کې مه اوسئ ځکه، روزانه د ۱۰۰ تارو ویښتو تویېدل طبیعي خبره ده، تر دې ډېر هم د تشویش وړ نه ده ځکه په سر کې له سل زره زیات د ویښتو فولیکولونه شتون لري چې دا اندازه تویېدنه د ویښتو ظاهر ته ضرر نه رسوي. د پام وړ ټکی دا دی چې زاړه ویښته تویېږي او پر ځای یي د ویښتو نوي تارونه د شنه کېدو په حال کې وي. خو که چېرې، د ویښتو رژېدل په قطعه یي شکل وي نو ژر تر ژره باید ډاکټر ته ورشئ.
ویښته څنګه سپینېږي؟
په ريښه کې د مېلانینو د تولید تدریجي کمښت، د ویښتو د سپینېدو لامل دی او هېڅ بیولوژیکي سبب نشي کولای رنګدانه مستقیما له ډنډر وباسي. له شک پرته چې عاطفي ضربه مو هم په ویښتو تاثير لرلای شي. همدا راز خفګان د دې سبب کېږي چې ویښته د استراحت فاز ته داخل او وروسته له دوو میاشتو ویښته توې شي. نو، په همدې دلیل تاسې ته سپارښتنه کېږي چي له تشویش او خفګان پرته ژوند غوره کړئ.
کراتین، مو د ویښتو دوست که دښمن؟
د سالمو ویښتو د درلودلو نښو څخه د ویښتو ځلا او ګڼوالی دی؛ که ويښته هېڅ ستونزه او پخه هم نه لري. خو داسې نه ده او فکر کوئ ویښته مو د نرمۍ او لطافت په وجهه د یو بل څخه لرې شوي او دا د دې باعث کېږي چې تاسې د کراتین په فکر کې ولوېږئ، خو په ورته وخت دا چاره د ویښتو په ریښه کې د کلاژن د تولید د مخنېوي سبب کېږي چې دا بیا په خپل ځای دایمي ضرر لري.
د سر پخه
ځینې فکر کوي چې کله د سر پوستکې وچ شي، نو سر پخه کوي او د سر په لوند ساتلو کې دا ستونزه حلېږي. مګر واقعیت دا دی چې پخه د سر د پوستکي سره هېڅ تړاو نه لري او په حقیقت کې په سر کې د غوړو د غدو له حد زیات فعالیت او د سر پوستکي التهابي کېدل دي او د پوستکي د سور رنګه او پخې سبب کېږي. البته د اګزما او پسوریازیس هم کېږي. چې په دې صورت کې د سوروالي، خارښت او پخې لامل کېږي. په داسې حالاتو کې تر ټولو ښه لار ډاکټر ته مراجعه او د ځانګړو شامپو ګانو څخه ګټه د سر د پخې درملنه ده.
سپین پوستکي، ویښته ېي ژر سپينېږي
د ویښتو د سپینېدو بهير ډول ډول دی او کله نا کله کس تر ۴۰ کلنۍ پورې خپل اصلي رنګ لري خو، د ویښتو معمولي سپينېدل له ۲۰ کلنۍ څخه وروسته شروع کېږي. دا پېښه مو د ژوند په سبک او غذایي رژيم پورې اړه نه لري دا ژنېتک دی چې مهم رول لوبوي. که چېرې ستاسې مور او پلار د ویښتو سپینېدل ژر تجربه کړي وي د دی شونتیا شته چې تاسې هم ورته حالت ولرئ. اړینه ده پوه شئ چې دا ستاسي د سر ویښته نه دي چې سپینېږي بلکه د ویښتو په ريښه کې د مېلانينو کچه د عمر په ډېرېدو کمېږي او نوي وېښته د کم رنګ سره مله وي او وېښته مخ په سپينېدو دي. د پام وړ ټکې دا چې سپين پوستکي او اروپايان د نورو نژادونو په پرتله ژر ورسره مخ کېږي، دا چې په ۵۰ کلنۍ کې زیاتره سپین سری وي.
مهم علت ویښتو ته شکل ورکول
هغه ښځينه چې خپل ويښتان رنګوي، ویښته توني یا کراتین کوي یا حتا هره ورځ وچوونکې دستګاه په لاس ویښتو ته توني ورکوي چې تر ټولو زیات زیان ویښتو ته رسوي او د ویښتو څوکې ښاخ ته ورته شکل نيسي او ویښته پورته لور ته وده کوي. د ویښتو کلک تړل او چوټي کول ویښته زیانمنوي او د پکېدو سبب کېږي. سربېره پردې، ناسم خواړه په ویښتو تاثير لري. پروتین د ويښتو له پیاوړتیا سره مرسته کوي. له بل پلوه غوړ اسیدونه چې معمولآ د ماهي په غوړو، سالمون ماهي او د کتان په دانو کې شتون لري د ویښتو په ځلا او پیاوړتیا کې رول لري. نو پروتین او غوړ اسیدونه په خپل مهال وېش کې ځای پر ځای کړئ.
پام ولرئ چې ګنجي نشئ
د ځينو غذایي موادو کمښت لکه اوسپنه، پروتین یا د نا سمو خوړو عادت کولی شي ستاسي د ویښتو تويېدو سبب شي. کله چې تاسي په خوار ځواکۍ اخته کېږئ بدن د ویښتو په نه ودې سره د بدن پروتين ذخيره کوي او د ویښتو رژېدا د ویښتو له ودې پرته دوام کوي او په تدريجي توګه ویښته کمېږي. یو له هغه ناروغۍ څخه چې د سر د ګنجي کېدو لامل ګرځي د تېروېيد د غدې ډېر یا کم فعالیت دی، چې په درملنې سره له سره ویښته شنه کېږي. د سر د پکېدو په اړه باید ووایو چې دا یوه ارثي ناروغي ده خو ممکن د ځېنو ناروغيو له کبله هم پېښ شي. په ټوله کې یو په درېيمه برخه سړیان ورسره لاس او ګریوان دي. په دې ډول کې د ویښتو توېيدل په شقیقو او د سر په تالاق کې رامنځته کېږي او په شاوخوا کې ویښته په وده کې وي. ګنجي کېدل بل ډول هم لري چې د سيمه ییز ګنجیتوب په نامه یادېږي په دې ډول کې د سر مختلفې برخې ګنجۍ کېږي. د دې ډول پکېدو لامل ښکاره نه دی مګر ځيني روغتیا پوهان وایي چې ارثي دي او د بیا راشنه کېدو امکان یي شته.

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ