مارچ 7, 2021

د ځوانو انجونو لپاره؛ څنګه ښکلی اندام ولرئ، دلته یې لارې شته

Advertisements

ژباړه: آلما افغان
ډیری نوې ځوانې شوې انجونې د خپل چاغوالي شکایت کوي ځکه د ډیر وزن له وجې نه سم لباس اغوستلی شي او نه لکه د وچو یا خوارو انجونو په شان په مود ګرځیدلی شي. خو دا د اندیښنې وړ مسله نده دوی کولای شي خپل اندام منظم کړي او نور د خپل ډیر وزن له وجې شکایت ونه کړي.
نوې ځوانې کیدل زموږ د ژوند یو ځانګړی پړاو دی په دې عمر کې په بدن کې هورمونونه ډیره ښه وده کوي دا د ودې مرحله ده او د انجونو لپاره یو ساده غذايي رژیم د وچیدو لپاره د امکان وړ دی.
بد بختانه د ډیرو ناسمو غذايي موادو استعمال نوې ځوان شوي د چاغوالي سره مخ کوي، اضافه وزن د نوي ځوانانو په خپل نفس باور باندې هم اغیزه پریباسي، ډیری ځوانان د سخت غذايې رژیم د نیولو له وجې په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي همدا لامل وي چې د هغوی بدن د مغذي موادو څخه محروم کیږي، که نوې ځوانان د وچیدو پلان لري هغوی تشویق کړئ څو منظم وزن ولري او خپل د شحت سمه پاملرنه وکړي.
ښه ده چې د خپل وزن د کمیدو لپاره د یو متخصص سره مشوره وکړئ او د هغه په لارښوونو پرمخ لاړشئ.
د نوو ځوانو شویو انجونو لپاره د وچیدو رژیمې پروګرام
یوه نوې ځوانه شوې انجلۍ نظر د هغه فعالیتونو ته یې چې لري یې هره ورځ د ۱۸۰۰ څخه تر ۲۴۰۰ کالوري ته په ورځ کې اړتیا لري.
هغه انجونې چې ډیر وزن لري په خپل غذايې رژیم کې باید لږه کالوري ولري مګر مغذي مواد لازم دي چې ويې خوري.
نوې ځوانې شوې انجونې باید په ورځ کې حداقل ۴۶ ګرامه پروټین او ۲۸ ګرامه فایبر مصرف کړي، کلسیم او اوسپنه دوه هغه مغذي مواد دي چې ځانګړی اهمیت لري او باید په خپل غذايط رژیم کې په پام کې ونیول شي په ورځني شکل هره ورځ ځوانې انجونې ۱۵ ملې ګرامه اوسپنې ته اړتیا لري.
یوه انجلې باید هره ورځ په خپلو غذايې وختونو کې ۱۸۰۰ ګرامه کالوري مصرف کړي البته دا کړنه باید د خوراکونو په ټولو وختونو وویشل شي.
د یوې سالمې سهارنۍ سره پیل وکړئ
دا د ټولو لپاره اړینه ده چې سهارنۍ مو باید منظمه اوسي هڅه وکړئ په سهار کې د چرګې هګۍ، پنیر، تازه میوه، سبزیجات او دې ته ورته نورې غذاګانې وخوړئ.
د سهارنۍ منظم خوراکونه ستاسو د وچوالي ښه وخت دی نو؛ ښه سهارنۍ هیڅکله له یاده مه باسئ او هڅه وکړئ نسبت د نورو وختونو څخه مو د سهار خوراک منظم او سالم وکړئ.
د ډوډې خوړلو نورو وختونو ارزښت په وچوالي کې
کوښښ وکړئ د سهار څخه وروسته د غرمې خوراک کې مو هم منظم خواړه وخورئ البته د سهارنۍ په نسبت لږ خواړه هڅه وکړئ داسې يې اماده کړئ چې غوړي يې بیخي لږ وي.
د ماښام په خوراک کې مو سلاد، میوه او سبزیجات وخورئ ، ښه ده چې یوه مڼه هم وخورئ خو پام مو وي چې د ماښام ډوډۍ مو د خوب څخه څو ساعته مخکې او لږه وخورئ.
د تمرین او حرکتونو ترسره کول
نوې ځوانې شوې انجونې حتمې باید په اونۍ کې یو ځل ورزشي حرکتونه ترسره کړي، ښه ده چې کورنۍ يې هغوی سره په پلې تګ کې همکاره اوسي.
هڅه وکړئ هغه حرکتونه او تمرینونه ترسره کړئ چې تاسو ته خوندور وي او خوشحاله کوي مو که چیرې د بدن د کومې برخې د ستونزې سره مخ شوئ ښه ده د کوم ډاکتر سره مشوره وکړئ.
په خپلو خوړو کې د سختو او کلکو موادو څخه مخنیوی وکړئ
د کلکو موادو خوړل مو په بدن کې په سختۍ هضمیږي او هم د وجود د چاغوالي سبب هم ګرځی ښه ده چې سپک خواړه وخورئ ترڅو په اسانۍ هضم او د سالم بدن خاوندان شئ.
د زیاتو معایاتو څښل
د معایاتو څښل په دې معنا نده چې تاسو ګاز لرونکي نوشابې او نور خواږه معایات وڅښئ ددې لپاره ښه ده چې تاسو اوبه وڅښئ دا چاره مو د بدن ټولو برخو ته اوبه رسوي او هم د وزن په کمیدو کې مرسته کوي.
نعنا وخورئ
نعنا مو په بدن کې کالوري سوزوي، نفس مو تازه کوي او هم مو د خولې خوند کوي ددې ترڅنګ مو په بدن کې اضافه وازده د لمنځه وړي نو ښه ده چې د وچوالي لپاره يې سهار مخکې د چای جوس جوړ کړئ او ويې څښئ.
ناسالم غذايې مواد چې د چاغولي لپاره دي مه يې خورئ
هغه مواد مو چې په بدن کې د کلسترول، قندونو او وازدې سطحه لوړوي مه يې خورئ.
چیپس، کیک، بیسکویټ، سره کړي شیان مه خورئ ځکه دا مو د چاغوالي سبب ګرځي هڅه وکړئ د چاغوالي مخه مو ونیسئ او د یو ښایسته اندام خاواندان شئ.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ