Advertisements
روغه سټه

د مخ د ځوان او ښکلي ښکاریدو لپاره دا ماسک تجربه کړئ !

ژباړه: نسیمه محمدي

د ښکلي، روښانه، ځوان او سالم پوستکي درلودل د زیاترو په ځانګړي توګه د ډېرو مېرمنو فکري دغدغه ده. نن په دې منظور ، یو ډول ځانګړی ماسک تاسې ته وړاندې کوو؛ د بېلګې په ډول، ویل کېږي د لیزر بېلابېلې دستګاوې کولای شي له دې اړخه د مېرمنو زیاتې اړتیاوې پوره کړي.

دا ماسک په ډېر لنډ وخت کې په دومره اندازه ستاسې پوستکي ته ځواني او تاندوالی ډالۍ کوي، چې احساس کوئ په شلو دقیقو کې پنځه کاله ځوان شوې یئ.

د چمتو کولو طریقه:

د دې ماسک د چمتو کولو لپاره نیم ګېلاس د تراش شویو بادرنګو اوبه، نیم ګېلاس رنده شوي آوکادو، د یوې هګۍ سپين او دوه د ډوډۍ خوړلو قاشقې غوړې او تازه شیدې باید ولرئ. دا مواد ټول سره ګډ او ترکیب کړئ تر څو خیشته شویو اوړو ته ورته حالت پیدا کړي.

جوړ شوی مخلوط چې شین رنګ لري په مخ ووهئ او پرېږدئ د نیم ساعت لپاره په مخ پاتې شي. د دې مودې له پوره کېدو وروسته خپل مخ په سړو اوبو ووینځئ او د پوستکي ښکلا ته مو هم پام وکرئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.