روغه سټه

د پوستکي په ځوان ساتلو کې له یخ ګټه اخیستل

لیکنه: الما افغان

ژباړه: آلماء افغان

د یخ څخه استفاده د پوستکې د ښکلا لپاره ډیرې ګټې لري، د یخ ټوټې د پوستکې د طبیعې ښکلا لپاره ډیر پکاریږي.

د یخ څخه د استفادې لومړۍ ګټه د وینې د دوران زیاتیدل دي؛ پرمخ د یخ ګرځول د وینې د جریان زیاتیدو سبب ګرځي او د زړښت د نښو او پرمخ د خیرو او ګونځو مخه نیسي.

حداقل په اونۍ کې پرمخ دوه ځلې د یخ موښل د پوستکې د طبیعې ځلا باعث ګرځي.

د یخ بله ګټه دا ده چې پرمخ دانې د لمنځه وړي،پرمخ د یخ مساژ کول د مخ دانې د لمنځه وړي او نه پریږدي چې دانې زیاتې شي.

که چیرې د ورځې دوه ځلې یخ پرمخ مساژ شي پرمخ د دانو او بخار مخه نیول کیږي او مخ مو په طبیعې ډول تازه کیږي.

که چیرې مو احساس کړه چې مخ مو د یخ په مساژ کولو بې حسه شو نو؛ دمه وکړئ او وروسته يې بیا پرمخ وموښئ او په طبیعې ډول د دانو د شر نه مو ځان خلاص کړئ.

بله ګټه يې داده چې که چیرته ستاسو مخ د لمر پواسطه سوځیدلی وي په یخ سره يې ښه کړئ، که چیرته مو مخ د لمر د وړانګو له وجې سوی وي په یوه نرمه ټوټه کې میده کړی یخ واچوئ او د درې دقیقو لپاره يې پرمخ وموښۍ، دا حالت مو مخ په خارښ کوي او دا يې د ښه کیدو علامه ده.

له یخ څخه استفاده مو د مخ سینګار د ډیر وخت لپاره ساتي، د سینګار د مخه پرمخ د یخ موښل درته دا ګټه رسوي چې سینګار مو د ډیر وخت لپاره پرمخ پاتې شي.

همدارنګه له یخ څخه استفاده مو د سترګو د لاندې پړسوب کینوي، د یخ څو پارچې په پنبې کې تاوې کړئ او د څو دقیقو لپاره يې د سترګو لاندې ونیسې په دې سره به مو د سترګو د لاندې پړسوب د لمنځه ولاړ شي.

بله دا چې یخ د سترګو د وچ سینډروم لپاره هم ګټور دی.

له یخ څخه د مخ د پوستکې د کلکوالې لپاره هم ګټه اخیستل کیږي، تاسو کولای شئ د کوپرې اوبه او د سور ګل اوبه سره مخلوط کړئ او د یخ په یو قالب کې يې واچوئ ترڅو کلک شي وروسته يې د یو جامد ماسک په توګه د پوستکې لپاره استفاده وکړئ او په طبیعې ډول مو د مخ ګونځې او خیرې د لمنځه یوسئ او مخ ته مو په طبیعې ډول روښانتیا په برخه کړئ.

همداشان تاسو کولای شئ د سترګو لاندې پړسوب د تل لپاره د لمنځه یوسئ او مخ مو په طبیعې ډول ښایسته کړئ، ددې لپاره تاسو کولای شئ د مڼې،مالټې او انارو اوبه د یخ په قالب کې واچوئ او لږې اوبه هم ورسره ګډې کړئ څو ښه یخ ونیسې، وروسته همدا د میوو څخه جوړ شوی یخ مو په مخ او د سترګو لاندو ساحو کې ښه وموښۍ ترڅو؛ مو پوستکې ته د میوو اوبه ښه ورسیږي، وروسته د څو دقیقو به تاسو خپله په مخ کې راغلې مثبت تغییرات ووینئ.

یادونه:

پام مو وي چې یخ په مستقیم ډول پرمخ مو موښۍ ځکه؛ دا کړنه مو د پوستکې لاندې د ویښته ډوله رګونو د شکیدلو سبب ګرځي نو ښه ده چې د یخ پارچې په یو ملایمه ټوټه کې واچول شي او وروسته په ارام ډول پرمخ وموښل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده