د نړۍ تر ټولو ښایسته سترګې؛ نښې یې دا دي

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
د ښکلا په اړه نظریات او تصورات بېلاـ بېل دي.
له همدې کبله د ښکلو سترګو په اړه هم نظریات بېلا ـ بېل دي.
په ټوله کې زیات خلک موافق دي، چې سترګې د انسان د ظاهري ښکلا یوه له ټولو نه مهمه برخه ده.
پښتو ادبیات، شاعري او مختلف ولسي ژانرونه خو د سترګو له تعریفه بیخي ډک دي:
سترګې خو تا ورکړي خدایه!
کاږه باڼه یې په زرګر جوړ کړي دینه
سترګې به هر چا تورولې
په دې میرات کلي کې زه بدنامه شومه
سترګې دې وې، وتلې نه وې
چې په مالت دې لوییدم، نه دې لیدمه
سترګې دې تورې په رنجو کړه
شونډو ته رنګ د دنداسې ورکړه مینه

سلام په سترګو اخلو او سلام کوو په سترګو
د ښکلو، ښکلو سترګو احترام کوو په سترګو
د یار هندي باڼه د زړه کشمیر ته چې را نېغ شي
الله له ډاره نه وایوو، رام ـ رام کوو په سترګو
جلال امرخېل
—-
سترګې او رنګونه یې
د سترګو او رنګونو په اړه یې مختلف تصورات شته. هم د ښکلا، هم د بدرنګۍ او شیطانت او هم د بې حیایۍ او نورو په اړه د سترګو د رنګ ذکر په پښتني او افغاني ټولنه کې لیدل کیږي.
د شنو سترګو په اړه ځینې افغانان هسې حساس دي؛ د پرنګیانو د سترګو رنګ او د منافقت نښه یې ګڼي.
په داسې حال کې، چې په دې اړه کوم معقول دلیل او منطق نه لیدل کیږي.
همداسې د هغو په اړه، چې سترګې یې زیات سپینوالی لري، یا هیڅ سپینوالی نه لري خو په ضد او پاز نه ساتلو کې نوم لري، خلک د سپین سترګي اصطلاح ورته کاروي.
سترګې مختلف رنګونه لري: بادامي، تورې، شنې، قهوه يي، آبي او نور رنګونه یې عام او مشهور دي.
خو دا چې کومې سترګې زیاتې ښکلې دي او په نړیواله کچه د ښکلو سترګو په نوم منل شوي، دلته به دروپېژندل شي:
بادامي سترګې
بادامي سترګې په نړیواله کچه د ښکلا له اړخه اوله درجه سترګې ګڼل شوي.
د طبي څېړنو له مخې ډېر خلک د سترګو د جراحي عملیاتو پرمهال لېواله دي، چې سترګې یې لویې او بادامي ډوله شي.
د دغو سترګو زیات لېواله خلک په اسیا کې دي.
د دغو سترګو ښه والی ټولو خلکو؛ په خاص ډول ښځو ته دا ګڼل شوی، چې هر موډل سره برابر یې آرایش کولای شي.
آبي رنګه سترګې
د هالیووډ ګڼ ستوري همداسې سترګې لري. دا ډول سترګې په لویدیځ کې د ښکلو سترګو اوله درجه سترګې ګڼل شوي.
هلته ګڼ خلک د جراحي عملیاتو پرمهال غوره ګڼي، چې سترګې یې د امکان ترحده دغه رنګ خپل او پرې ښکلي شي.
روښانه او تیزې سترګې
د روښانه او تیز رنګه سترګو مینه وال هم ډېر دي.
د نړۍ یوه لویه برخه خلک د دغه رنګ سترګو مینه وال دي او هیله لري، چې داسې سترګې ولري.
هغه فلمي ستوري، چې له دغه رنګ سترګو څخه برخمن دي، د دغو سترګو لپاره یې هم ګڼ مینه وال خپل کړي.
د رنګ د روښانتیا او تېزوالي ښایست ډېر وخت په تضاد کې وي.
مثلاً: د سپین رنګ لرونکي انسان سترګې که تورې وي، ښایسته تضاد یې له سپین مخ سره زیږوي او جذابیت وربښي.
د اوږدو وروځو لرونکې سترګې
سترګې سربېره پردې، چې ښایست سره یې خپله داخلي کاسه تړلې ده؛ د سترګو د پاسه وروځې هم پکې مهم نقش لري.
ډېر خلک هغه سترګې هم زیاتې خوښوي، چې ګڼې او منظمې وروځې لري.
د حمزه بابا دا شعر به ممکن همداسې حالت ترسیموي:
وروځې، لېمه، سترګې، باڼه پښتانه
څنګه یو ځای شول، پښتانه، پښتانه