روغه سټه

دغه څه مو د مخ پوستکی روښانه کوي

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه او را ټولونه: مریم شریفي

د دې لپاره چې د بدن پوست مو ښکلی او شفاف شي، نو له ګرمۍ، یخنۍ او باد څخه ځان وژغورئ او دا رنګه پاکه او صافه وینه هم د ښکلي پوست لامل کېږي.

۱- با کیفیته مواد وکاروئ: د مخ مینځلو لپاره هغه محصولات وکاروئ چې په یو ځل کارلو سره مو مخ ښکلی شي. ګرد او دوړې ترې پاکې شي، خو د مخ اصلي او طبيعي غوړ یې له منځه ولاړ نه شي.

۲- په کمه اندازه له صابونه ګټه واخلئ: هڅه وکړئ په يوه شپه او ورځ کې د مخ د مینځلو لپاره دوه یا درې ځلې صابون او یا دې ته ورته څه وکاروئ، که له دې زیات شي مخ مو خپل طبيعې حالت له لاسه ورکوي.

۳- د اوبو تودوخه په پام کې ونیسئ: د مخ مینځلو لپاره معتدلې اوبه وکاروئ، ډېرې یخې اوبه مو د مخ پر پوست شته سوري بندوي.

۴- مخ مو سم ومینځئ: د مخ مینځلو پر وخت هڅه وکړئ تر هغه وخت مخ ته اوبه ور واچوئ تر څو په سم ډول پاک شي.

۵- هغه مواد وکاروئ چې ورسره حساسیت ونه کړئ: دې ته مو هم باید پام وي هغه مواد چې تاسو یې د مخ مینځلو لپاره کاروئ، له مخ سره مو باید سازګاري ولري، که داسې نه وي کېدای شي له حساسیت سره مخ شئ.

۶- د مخ وچولو چل زده کړئ: هېڅ کله د مخ وچولو پر وخت خپل مخ کلک مه موښئ. هغه روی پاک چې یوازې په تاسو پورې اړه لري، را واخلئ یوازې څو ځله یې ډېر نرم پر مخ کېږدئ او بېرته یې ترې پورته کړئ.

۷- د مخ په غوړولو کې ځنډ مه کوئ: مخ یوازې له مینځلو وروسته په سم ډول مرطوب مواد جزبولای شي او بس.

څه ډول پاکه وینه درلودلی شئ او څه د دې لامل کېږي چې پاکه وینه ولرئ.

۱- د دې لپاره چې وینه مو صافه او پاکه شي، په یوه کال کې باید ۳۰ ورځې روژه ونیسئ او د اوړي په موسم کې هرو مرو په خپل غذایي رژیم کې مېوه ور زیاته کړئ.

۲- د ښکلي پوست او پاکې وینې درلودو لپاره له انځرو، نخودو، خرما او شاتو څخه ګټه واخلئ.

۳- سالم خواړه او طبیعي مېوې هم د وینې د صافوالي لامل کېږي او په بدن کې خپرېږي؛ ځکه صافه وینه د صاف او شفاف پوستکي لامل کېږي.

هغه خوراکي توکي چې وینه صافوي، عبارت دي له نخودو، غنمو، انځرو، بادامو، شیدو او کنجدو څخه. په ټوله کې دغه خوراکي توکي د دې لامل کېږي چې وینه مو صافه او څېره مو ښکلې کړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي