د نیالګیو د کرلو په برخه کې ۱۸ ټکو ته پام وکړئ

  • لیکنه: ګل ولي ځواک

افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې ګڼ شمیر وګړي په کرهنه بوخت دي، د هېواد مختلفې سیمې د نیالګیو د ښې ودې لپاره په زړه پورې اقلیمي شرایط لري، همدغه ټکی ددې لامل ګرځیدلی دی، چې زمونږ د هېواد میوې نړیوال شهرت څخه برخمنې دي، نو اوس مونږ ته لازمه ګڼل کیږي، چې د نیالګیو د کرلو په وخت کې باید لاندې ټکي په پام کې ونیسو، ترڅو د خپلې خوښې نیالګي ترلاسه کړو:
لومړی: منظم ډول سره یو اوږد مهاله پلان د نیالګیو د کرنې لپاره باید جوړ شي.
دوهم: سر چوک نیالګي باید وانخیستل شي.
دریم: باوري سرچینو څخه باید نیالګي ترلاسه کړئ.
څلورم: نیالګي باید تصدیق شوي وي او د ښې پیژندنې لپاره په خپل جوړښت کې لیبل ولري.
پنځم: د ګرمو سیمو نبات باید یخو او د یخو سیمو نبات باید په ګرمو سیمو کې ونه کرل شي، ځکه دغه کړنه مو لازمه نتیجه نه ورکوي.
شپږم: د نیالګيو د کرلو په وخت کې باید کنده نه ډیره ژوره وویستل شي او نه هم ډیره کوچنۍ باید مناسبه اندازه ولري.
اووم: د کندې د سر خاوره لاندې واچوئ او لاندینۍ خاوره یې پورته واچوئ، ځکه پورته خاوره عضوي مواد لري.
اتم: نیالګي د کرلو څخه وروسته خاوره سمه تخته کړئ، ترڅو په خاوره کې شته خالیګاوې بندي شي.
نهم: کرل شوي نیالګي ته باید سمدستي اوبه ورکړئ.
لسم: تازه کرل شوي نیالګی ډیرو اوبو او ځانګړې پاملرنه ته زیات ضرورت لري.
یوولسم: نیالګي باید پلاستکي کڅوړې سره یوځای ښخ نه کړی شي.
دولسم: :خاوره باید اول وکتل شي، چې کوم نیالګي پکې ښه وده کولای شي.
دیارلسم: تازه کرل شوي نیالګي څخه زیانمنې شوې څانګې باید قینچي کړی شي.
څوارلسم: د نیالګیو د انتقال په وخت کې باید نبات ته ډیره پاملرنه وکړئ شي، ترڅو څانګې او ریښې زیانمنې نشي او هم باد یې درڅخه وچې نه کړي.
څوارلسم: غوره ورایټي باید انتخاب شي.
پنځلسم: باد لرونکو سیمو کې باید اول باد ماتونکی نیالګي وکرل شي، ترڅو د تیزو بادونو مخنیوی وشي.
شپاړه سم: داسې سیمو کې ونې وکرئ چې د اوبو لاسرسی ورته اسانه وي.
اوولسم: هغه نیالګي واخلئ چې نه ډیر غټ وي او نه هم ډیر کوچنی.
اتلسم: نیالګي باید په مناسب وخت کې وکرل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي