اپریل 23, 2021

د نیوزيلېنډ توپ اچوونکو د بنګله‌دېش لوبډله تر ۱۳۱ منډو محدوده کړه

 

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې د شنبې په سهار له نیوزیلېنډ سره د نیوزیلېنډ په ډنېډن سیمه کې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.

په دې لوبه کې نیوزیلېنډ د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه.

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې ښه پیل ونه کړ، دې لوبډلې د نیوزیلېنډي چټک بالر پر وړاندې ثبات ونه ښود.

ټرېنټ بولټ د دې لوبډلې لوبډلمشر او پیلیز توپوهونکی تمیم اقبال په ۱۳ منډو وسوځېد او ورسره بل پلیز توپوهونکی لېټن ډاس د جیمي نېشم لخوا په ۱۵ منډو اوټ کړل شو.

سومیا سرکار چې ون ډاون توپوهونکی و، په صفر د ټرېنټ بولټ لخوا له لوبغالي بهر کړل شو، مشفق الرحیم په ۲۳ منډو د جیمي نېشم لخوا اوټ شو، محمد مېتون په ۹ منډو رن اوټ شو، محمد الله په ۲۷ منډو د ماټ هېنري لخوا وسوځول شو، مهیدي حسن د مېچل سنټنر لخوا په یوه منډه بولډ اوټ شو، مهدي حسن بیا د سنټنر په بال کېچ شو، تکسین احمد په لس منډو د ټرېنټ بولټ لخوا اوټ شو، حسن محمود د ټرېنټ بولټ لخوا په یوه منډه بولډ شو.

په دې ډول د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۴۱ اعشاریه پنځه اورونو کې وسوځېده او او نیوزیلېنډ ته یې ۱۳۲ منډې هدف ورکړ.

ټرېنټ بولټ په ۸ اعشاریه ۵ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول، نېشم او سنټنر دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.

 

د نیوزیلېنډ توپوهې پاڼۍ

د نیوزیلېنډ لپاره مارټېن ګوپټېل او هینري نیکولس اوپننګ وکړ، ګوپټېل په ۱۹ توپونو ۳۹ منډې وکړې، چې څلور شپږیزې او ۳ څلوریزې پکې شاملې وې، دی د تسکین احمد په توپ کېچ اوت شو.

هینري نیکولس ۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، ډیوون کانوی په ۲۷ منډو اوټ شو او وېل یانګ په ۶ توپونو ۱۱ منډې وکړې.

نیوزیلېنډ  په ۲۱ اعشاریه ۲ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې وکړې او بنګله دېش ته یې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په کابو ۲۹ اورونو او ۸ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی ټرېنټ بولټ وپېژندل شو.

دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه مارچ په ۲۳ مه د سه شنبې په سهار پیلوي.

 

په دې لوبه کې ۲۸ بونډریانې ولوبېدې

بنګله دېش په خپله پاڼۍ کې ۳ شپږیزې او ۸ څلوریزې ولوبولې.

بل پلو نیوزیلېنډ ۴ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې ووهلې.

دواړه لوبډلې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې لري او د لوبلړۍ د اپرېل په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته رسېږي.

 

وروستي مطالب