نیوزیلنډ د ټیسټ سیالیو نړیوالې اتلولۍ اتله لوبډله شوه

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي وې، چې په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې وې.

ددې سیالیو د جدول په لومړي ځای کې هند، دویم ځای کې نیوزیلنډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کې سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش لوبډلې شتون درلود.

ددې جام پایلوبه؛ ځکه د هند او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ددې سیالیو په جدول کې هند او نیوزیلنډ هیوادونه ترټولو مخکې وه.

 

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې جذیات

 

۱ـ هند کرکټ ملې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې وکړې.

ددې لوبډلې لپاره اجینکي رهاني ۴۹ او ویراټ کوهلي بیا ۴۴ منډې جوړي کړې.

۲ـ نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۹ منډې وکړې.

ددې لوبډلې لپاره ډیون کموي ۵۳ او کین ویلمسن ۴۹ منډې جوړي کړې.

۳ـ هندوستان په خپله دویمه پاڼۍ کې ۱۷۰ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۳۹ منډو هدف وټاکی.

ددې لوبډلې لپاره په دویمه پاڼۍ کې ریشپ پنټ ۴۱ او روهیت شرما بیا ۳۰ منډې جوړې کړې.

۴ـ کله چې نیوزیلینډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، ۱۴۰ منډې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړې او په اتو ویکټو یې د ټیسټ سیالیو نړیواله اتلولي وګټله.

په دویمه پاڼۍ کې د نیوزیلنډ لپاره کین ویلمسن ۵۲ ناسوځېدلې او راس ټایلر ۴۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

 

 

وروستي مطالب