مارچ 2, 2021

هغه هېواد چې په تېره اونۍ کې د کرونا یوه مثبته پېښه پکې ثبت شوه

خبريال: مدثر دعوت

په نيوزلينډ کې په تېره يوه اونۍ کې د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه ثبت شوې.
د نيوزلينډ د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې د کرونا ويروس وروستۍ مثبته پېښه په اکلنډ کې ثبت شوې، چې ناروغ کس ۵۰ کلن دی.
په تېرو ۷ پرله‌پسې ورځو کې د کرونا ويروس بله هېڅ مثبت پيښه نه ده ثبت شوې، د دې وبا له پيل څخه تر اوسه په نيوزلينډ کې ۱۱۵۴ کسان پرې اخته شوې دي.
نيوزلينډ په تدريجي ډول د قرنطين حالت نرم کړی او اوس يې ولس عادي حالت ته راګرځېدلی.
حکومت خلکو ته اجازه ورکړه چې کولای شي په يو ځای کې ۱۰۰ کسان هم سره راټول شي، خپل مذهبي خدمتونه ترسره کړي همدارنګه جنازو، ودونو او محفلونو ته هم تلای شي.
په رستورانتونو او د مېلمه‌پالنې په نورو سوداګرۍ کې کولای شي ۱۰ کسان يو ځای سره و اوسېږي.


ښوونځيو او پوهنتونونو فعاليت پيل کړی، د عامې روغتيا او پوهنې وزارت د لارښوونو سره سم زده‌کوونکي او محصلان په عادي ډول خپلې زده‌کړې کوي.
د نړيوالو پر وړاندې لا هم پولې تړلې دي او نه ده مالومه چې کله به د نورو هېوادونو محصلين ياد هېواد ته راشي.
د عامې روغتيا وزارت خلکو ته ويلي چې ماسک مهم نه دی، خو که د احتياط لپاره وکارول شي ښه به وي او هغه کسان چې د هېواد په پولو او سرحدونو کې د نظم دنده په غاړه لري بايد له ماسک او دستکشو څخه استفاده وکړي.
د نيوزلينډ بريا د کرونا ويروس د زياتيدونکو نړيوالو شمېرو سره ښکاره مخالفت دی،هندوستان کې ياد ويروس لا هم په چټکۍ خپرېږي او په امريکا کې يې تر يو لک ډېر انسانان ووژل.
په نړۍ کي ۶۰۳۴۶۶۶ کسان په کرونا ويروس اخته دي چې له امله يې ۳۶۶۸۹۶ کسان وژلي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ