سپورټ کرکټ

ننداره‌کوونکي د نیوزیلېنډ او اسټرالیا ترمنځ لوبې له نږدې کتلای شي

سپورټ یاران

د اسټرالیا او نیوزیلېنډ کرکټ بورډونو ویلي چې د اسټرالیا او نیوزیلېنډ ښځینه کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبو کې به ننداره کوونکي په شپږو برخو ووېشل شي او د هرې ډلې د نندارې ساحه به معلومه وي.

د دوی په خبره د یو ځای ټاکلي ننداره کوونکي نشي کولای چې د نورو ننداره کوونکو ځای ته ولاړ شي.

د دواړو کرکټ لوبډلو رهبرانو پرېکړه کړې، چې ننداره کوونکي به په محدود ډول د کورونا ویروس د مخنیوي تدابیرو په پام کې نیولو سره لوبې وګوري.

مارچ میاشت د لوبو د ځنډ میاشت او د اګسټ میاشت د مثبت زېري لپاره

په تېره مارچ میاشت کې د اسټرالیا او نیوزیلېنډ نارینه کرکټ لوبډلو ترمنځ سیریز لغوه شو او د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله  ډېر ژر له اسټرالیا څخه خپل کور ته ستنه شوه.

بل پلو د هندوستان او سویلي افریقا لوبې هم لغوه شوې او د افریقا کرکټ لوبډله چې هندوستان ته د سیریز لپاره ورغلې وه، په چټکۍ بېرته افریقا ته ستنه شوه.

خو د اګسټ میاشت د ورزش نړۍ  او لوبغاړو لپاره د مثبت زیري راوړونکې وه.

ځکه د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو کې لوبې بېرته پیل شوې، په امریکا کې د رېسلېنګ لوبې، افغانستان کې د کرکټ، فوټبال، کورلېنګ او نورو لوبو پیل ته اجازه ورکړل شوه.

د انګلستان، ویسټ انډیز، پاکستان او اسټرالیا ترمنځ په انګلستان کې لوبې وشوې.

په ویسټ اندیز کې د کاربیئن سوداګریزې لوبې له ستونزې پرته په بریالۍ توګه پای ته ورسېدې.

افغانستان کې د شپږیزې کرکټ لیګ په بریالۍ توګه د چهارشنبې په ورځ پای ته رسېږي.

په شپږیزه کې هم ۳۰ سلنه ننداره کوونکو ته اجازه ورکړل شوې ده.

اوس د اسټرالیا او نیوزیلېنډ ښځینه کرکټ لوبډلې غواړي، چې د ښځینه کرکټ سیالۍ د نړۍ په کچه په خپلو لوبو پیل کړي.

د اسټرالیا  کرکټ لوبډله د مګ لنېنګ لخوا رهبري کېږي او د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې لوبډلمشره سوفي ډیواین ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د لوبو پرمهال باید لوبغاړي او ننداره کوونکي روغتیایي تدابیر مراعت کړي.

ننداره کوونکي باید داسې مراسم ونمانځي، چې د چیغو، چکچکو او موسیقۍ پرمهال ویروس انتقال نه کړي.

د دواړو لوبډلو لوبې

د نیوزیلېنډ ښځینه کرکټ لوبډله د سپټمبر په ۲۶ مه د اسټرالیا برېسبېن ښار کې د اسټرالیا  کرکټ لوبډلې سره مخ کېږي.

لومړی درې شل اوریزې لوبې کوي او بیا درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

د دې لوبډلو لوبې د اکټوبر په ۷ مه نېټه پای ته رسېږي.

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې پنځه ځلې شل اوریز نړیوال جامونه ګټلي دي.

 

brisbane.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ