شاهرخ خان د اتل پښتون په څېره کې د جان ابراهام په وړاندې

خبريال: مدثر دعوت
شاهرخان او جان ابراهام په يوه فلم کې راڅرګندېږي.
په ۲۰۱۸ز کې د شاهرخ خان د “زيرو” فلم چې د باليووډ د تاريخ تر ټولو ګرانترينه پروژه وه تر ناکامۍ وروسته رسنيو ته وويله چې د يو څه وخت لپاره استراحت کوي او غواړي ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړې.
دوه کلونه تېر سوه خو د باليووډ باچا تر ۵۰ ډېر فلمونه رد کړه او اوس سرچينې وايي چې څلور فلمونه يې خوښ سوي چې شايد کار ورباندې پيل کړي.
د فلمفير رسمي ويبپاڼې تائيد کړې چې شاهرخ خان د پټان په نامه فلم خوښ سوی او د شوټينګ د پيل لپاره يې ټولې چارې بشپړې کړيدي.
خان به د اتل په څېره کې د فلم جوړوونکي سيدارت آنند په يوې نوي پروژه کې يوځل بيا کار وکړي چې د يش راج د کمپنۍ له لورې به جوړ سي، ترڅنګ به يې جان ابراهام په منفي رول کې ولبېږي او ښځينه اداکاره به يې ډپيکا پاډوکان وي.
سيدارت آنند د يش راج کمپنۍ سره د ډايريکټر په حيث د “بنګ بنګ” او “وار” په څېر فلمونه جوړ کړي.
د پټان فلم ټرېلر به د راتلونکې ۲۰۲۱ز جنوري مياشتې په لومړيو ورځو کې ريلېز سي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.