کرکټ: د نیوزیلنډ خلاف د پاکستان پرلپسې بریاوې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

متحده عربي امارتو ته د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د رسمي سفر په ترڅ کې ۹ سیالۍ پلان شوې دي، چې پکې درې ۲۰ اوریزه، درې ۵۰ اوریزه او ۳ ټیسټ یا ۵ ورځینۍ لوبې شاملې دي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دغه سیالیو لړۍ د تیرې اکټوبر میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نېټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه لوبې سره پیل شوه، چې پکې د لمړۍ لوبې وروسته په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې هم د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې ماته وخوړه.

 د درې ۲۰ اوریزه سیالیو د سیریز وروستۍ لوبه هم سبا ترسره کیږي، چې پکې پاکستانۍ لوبډلې لا د وړاندې د سیریز بریا په دویمه لوبه کې خپله کړې ده.

 همدا راز د درې ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ به د روانې نوامبر میاشتې په ۷ مه نېټه پیل شي او هم به ورپسې د درې ټیسټ لوبو سیریز د همدې میاشتې په ۱۷ مه نیټه پیل او د ډیسمبر میاشتې تر ۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.