خوندیتوب د ماشوم نړۍ روغه سټه

په نوي زیږېدلي ماشوم کې د ناروغۍ بېلابېلې پیلامې

لیکنه: عصمت صالح
ژباړه: عصمت الله صالح

نوي زیږېدلي ماشومان نازک او زیان‌منونکي دي، ځکه نو که هره نوې نښه پکې ولیدل شي، باید چې ډاکټر ته بوتلل شي، ځکه چې دا نښې نښانې ممکن په ماشوم کې د یوې ناروغۍ پیل وي.

په دې لیکنه کې هغه نښې نښانې او تغییرات در پېژنو چې ممکن په نوي زیږېدلي ماشوم کې د یو ډول ناروغۍ پیلامه وي.

خورا ډېره او ناطبیعي ژړا

  که ماشوم موړ وي، د پرېوتلو ځای یې هم وچ وي او خوب یې هم پوره وي، خو بیا هم چټي چټي ژاړي، هېڅ نه درېږي او د تېر غوندې یې په هېڅ چل نشئ آرامولی، نو ښايي چې ناروغ وي.

متخصصین پر دې باور دي، که د نوي زیږېدلي ماشوم ژړا تر څلورو ساعتونو پورې اوږده شي، حتماً یې باید په اړه له ډاکټر سره مشوره وشي. خو که نوی زیږېدلی ماشوم ګنګس وي؛ هېڅ نه ژاړي؛ ناعادي غوندې بې حرکته وي او له خوبه په سختۍ ویښېږي، نو حتماً باید ډاکتر ته بوتلل شي.


بې حالي او ډېر خوب کول

که ماشوم له شیدو څښلو وروسته درې یا څلور ساعته پرله‌پسې ویده شي، همداسې پسې ویده پاتې شي او بیا ځلي د شیدو څښلو لپاره بیدار نشي، کېدای شي چې ځوروونکې ستونزه ولري، نو پکار ده چې په اړه یې له کوم متخصص سره په اړیکه کې شئ.

سا په سختۍ ایستل

که نوی زیږېدلی ماشوم مو په سختۍ سا وباسي او یا بله داسې تنفسي ستونزه ولري، په خورا چټکۍ سره یې مرسته وکړئ. د سینې خرهاری، ژړا، پرله‌پسې چټکه سا ایستل، د پوزې سوروالی او یا داسې نورې نښې پکې ولیدل شي، پکار ده چې روغتون ته بوتلل شي.

که نوی زیږېدلی ماشوم په یوه دقیقه کې ۶۰ ځله سا وباسي او ننباسي او یا د خولې شاوخوا شین رنګ خپل کړي، باید چې ژر تر ژره له کوم ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

د خوی او چلند اوښتل

که د نوي زیږېدلي ماشوم په چلند کې کوم تغییر ووینئ، غوره ده چې له ډاکټر سره په اړیکه کې شئ. مثلاً د شیدو څښلو طریقه یې د پخوا خلاف شي، او یا همېشه نه ویده کېږي او اخلاق یې تغییر شي، نو په اړه یې له یوه ډاکټر څخه لارښوونه واورئ.

د شیدو نه څښل

که نوی زیږېدلی ماشوم د مور پر سینه له خولې اېښودلو او شیدو څښلو څخه ستړی وي او یا شیدو سره علاقه نه لري، امکان لري چې ناروغ وي. همداراز که نوی زیږېدلی ماشوم په سختۍ سره قی کوي یا یې د قی (استفراغ) رنګ شین یا ژېړ وي، ضرور له یوه ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

د وجود د اوبو کموالی

د نوي زیږېدلي ماشوم د بدن د اوبو کموالی خطرناک دی او نښې یې دا دي: ډېر خوب یا بې حالي؛ د متیازو دومره کمېدل چې د ورځې تر دریو لږې جنډې لمدې کړي؛ د بلغم سستوالی او د چټلۍ ناطبیعي تغییر یې…

که په نوي زیږېدلي ماشوم کې مو دا نښې ولیدلې، ضرور ډاکټر ته لاړ شئ.

تبه

تبه په نوي زیږېدلي ماشوم کې د ناروغۍ نښه ده. په نوي زیږېدلي ماشوم کې تبه په دې مانا ده چې ګواکې بدن یې له کومې ناروغۍ سره د مبارزې په حال کې دی، مثلاً که ماشوم تبه لرله، پوه شئ چې د بدن مقاومت یې له کوم وایروس سره په کشمکش کې دی.

نو پر دې اساس د نویو زیږېدلو ماشومانو تبه ټینګه وګڼئ، او ژر تر ژره د ماشومانو له کوم ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عصمت صالح

تبصره مو ولیکئ