د هر نوي کال له پاره ۱۲ نوي تصمیمونه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

د کال د نوي کېدو سره ښه دي چي تصمیمونه هم نوي کړل سي. د تېر سوي کال له درسو و تجربو باید په خورا اعظمي ډول د نوي کال له پاره استفاده وکړو. په دې هیله چي د خپل جسمي و روحي روغتیا و سلامت د ارتقاء په موخه د نوو تصمیمونو سره د نوي کال ښه راغلاست ووایئ. په همدې موخه زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ او سپارښتنې عملي کړئ.

د تلوېزیون کتل کم کړئ

که مو نیت وي چي د نوي کال د پیل سره یو نوی تصمیم ونیسئ، نو لطفاً هغه د تلوېزیون د کتلو وخت راکممولو ته ورکړئ. لږترلږه یو ساعت له هغه وخته چي تلوېزیون پکښي ګورئ، راکم کړئ. تردې چي کولای سئ څو ورځي هیڅ تلوېزیون ونه ګورئ او نور کارونه وکړئ چي ستاسي د جسم و روح روغتیا تضمینوي.

زیاته مطالعه وکړئ

مطالعه مو ذهن او آند پراخوي او تاسي له هغو کسانو را جلا کوي چي یوازې پر خپل ذهن و فکر زور وي. معلومات مو زیاتوي چي د ژوند کیفیت مو بهتر سي.

شکر کښونکي اوسئ

د کالیفورنیا او دالاس په Southern Methodist پوهنتونو کي ترسره سوي څېړني ښيي کوم کسان چي په ورځني ډول – په شعوري و عاقلانه توګه شکر کښونکي دي، دوئ خوشحال تره، خوشبین تره، پُر انرژي تره، او آرام تره وي او ډېر کم تر سټریس و فشار لاندي راځي. له شکایته لاس واخلئ او د الله تعالی د هغو نعمتونو شکر کښونکي اوسئ چي ستاسي په اختیار کې درکړي دي.

لګښت کول مو راکم کړئ

ستونزه دلته ده چي زموږ اکثره کسان د لګښت کولو په دام کي لوېدو ته متوجه سوي نه يوو. زموږ څخه ډېری یوازي په رانیونګ و پلورنګ خوشحاله کېږي. په نوي کال کي، د یوه شي تر پېرودلو دمخه وګورئ چي آیا رښتیا هم هغه ته ضرورت لرئ کنه. که مو تجمل ګرايي و مصرف ګرايي کمه کړئ، روح به مو سالم تر او زړه به مو خوشحال تر اوسي.

توليد و ابتکار رامنځ ته کړئ

په تاسف سره باید ووایم چي موږ ډېریو لاسي کارونه هېر کړي دي. عصري نړۍ هرڅه زموږ په واک کي راکړي او زموږ هېر سوي دي چي کولای سو ډېر څیزونه په خپلو لاسونو جوړ کړو. دا کار ددې سبب کېږي چي له خپل دماغه زیات کار واخلو او هغه یوازي یوه ګُنبده غوندي ونه ساتو. سبزي وکرئ، جامې وګنډئ، آشپزي وکړئ، کوچنی مېز یا کوچنی کتاب پلورنځی جوړ کړئ. لنډه دا چي له خپلو لاسو د دماغ څخه کار واخلئ.

ژوره ساه واخلئ

د وجود په روغتیا کي د تنفس صحیح ډول خورا مهم رول لري. البته نن ورځ په سترو ښارونو کي د هوا د ککړتیا سره، د تنفس اخیستل خورا سخت دي. په همدې خاطر شنو او په اوبو مالامالو منطقو ته ولاړ سئ او په پاکه هوا کي ورزش وکړئ. هوا واخلئ او د لمر وړانګو ته د خپل وجود ویټامین ډي زیاته کړئ.

لطفاً کوشش وکړئ چي د ورځي لږترلږه ۱۵ دقیقې پلی تګ وکړئ. که ئې وس لرئ په کلب کي داخله واخلئ او ورش شروع کړئ. یوګا یو له هغو ورزشونو څخه دئ چي سم او صحیح تنفس اخیستل در ښيي. فکر مو وي چي سالم عقل په سالم بدن کي دئ. ځکه نو ورزش ته په خپل ورځني پلان کي ځای ورکړئ.

د غاښونو باکټریاوي مو ووژنئ

هیله کوو چي مسواک وهل یا د غاښونو کریم جدی ونیسئ. د نوي کال په تصمیمونو کي یو دا هم ونیسئ چي غاښونو ته مو پوره توجه کوئ. د غاښونو نخ کول د مسواک وهلو په اندازه مهم دي. پوه سئ چي که مو د خولې او غاښو روغتیا مراعت نه کړئ، د باکټریاوو له پاره خورا آسانه ده چي د روغتیا له پاره مو جدی ګواښ رامنځ ته کړي.

پوهان په دې باور دي چي د غاښو د برخي پوهان کولای سي چي د افرادو د خولې له وضعیته، د شکري او قلبي ناجوړیو نښانې تشخیص کړي. د باکټریاوو سره د مقابلې په خاطر د غاښونو صفا کولو ته اړتیا لرئ. مې هېروئ چي د لثې التهاب جدی ستونزي راولاړوي.

ډېر د خپل ګډ ژوند اړیکو ته مه اندېښمن کېږئ

سمه ده چي د ګډ ژوند اړیکي خورا مهمي دي، خو یو شمېر کسان هومره دې موضوع ته هوا ورکوي چي د شپې د ډوډۍ فکر هم ورسره نه وي.

نه سئ کولای چي عقب نشین اوسئ او هیله ولرئ چي همېشه نور ستاسي خوا ته راسي. ځیني وختونه باید تاسي د نورو خوا ته ورسئ. کوشش وکړئ چي د ښه احساس سره د نورو و طرف ته ورسئ.

د هغو کسانو شمېر کم نه دئ چي د مریض په رقم همېشه په بستره کي د خپلو وړتیاوو او د ګډ ژوند د اړیکو په برخه کي د مطالعې په بهبود پسې دي. دې موضوع ته افراطي تمرکز مو یوازي سټریس و فشار زیاتوي. ځکه وایو چي خپل ذهن مو آرام او د ژوند له ټولو عرصو مو خوند واخلئ. هغه وخت به خود بخوده ووینئ چي د ګډ ژوند اړیکي مو هم بهبود پیداکړی دئ.

بهتره تغذیه ولرئ

هیڅکله حتا د پیسو نه لرلو په بهانه له خپل خوراکه لاس مه اخلئ، ولي چي همدغه پیسې به بیا څو کاله ډاکټرانو ته ورکوئ. له تازه، طبیعي او ارګانیکو غذايي موادو څخه استفاده وکړئ. تصفیه سوي و صنعتي غذایی مواد د روغتیا له پاره ګټور نه وي. په نوي کال کي ډېره مېوه او زیات سبزیجات وکاروئ او خپلو اولادونو تې هم ور وښياست چي د بې ارزښتو غذايي موادو لکه ټول فاسټ فوډ خوراکونه او نور… پر ځای سالمه غذايي خوراکه وکړي.

په وجود کي مو یو ډول دوستي پیاوړې کړئ

د مینه ناک او دوستۍ وړ اوسېدو له پاره لازمه ده چي زغم، صبر او لږ طاقت ولرئ. ضرور نه ده چي د درڅخه مخکي سوي موټروان درمخه سئ. دا هم لازمه نه ده چي د موټر بتۍ مو ډېري روښانه کړئ چي د هغه سترګي ور ړندې کړئ. ناسم و غلط ځواب تر هغه په لوی ناسم هغه باندي مه ورکوئ. په وجود کي مو د دوستۍ قوه پیاوړې کول هم ستاسي روح آراموي او هم مو پر شاوخوا د نورو د آرامۍ و سکون سبب کېږي.

آسمان نه رانړېږي چي ترشا چلوونکي ته لاره ورکړئ. همداسي آسمان نه رانړېږي که يوه شپه لوښي تاسي پرېولئ او یا د دسترخوان لوښي را ټول کړئ. تصمیم ونیسئ سربېره پر دې چي د خدای ج شکر کښونکي اوسئ، له بنده ګانو ئې هم مننه و تشکر وکړئ.

زیات ټولنیز اوسئ

نه سئ کولای چي ګوښه نشین اوسئ او تمه ولرئ چي همېشه دي نور ستاسي پوښتنه وکړي. ځیني وختونه لازمه ده چي تاسي د نورو پوښتنه وکړئ. کټ مټ لکه هغه شاعر چي وايي: کله راځه کله به زه درځم مئینه. کوشش وکړئ چي د ښه احساس سره د نورو خوا ته ورسئ. اړیکي مو د انسانیت پر بنیاد باندي جوړي او وساتئ. باور وکړئ چي د نورو خوشحاله کول – ددې پر ځای چي د هغوی سره ضد واخلئ ډېر ساده او آسانه کار دئ او ستاسي د ژوند کیفیت لوړوي.

له ځان رټني پرهېز وکړئ

پر ځان او خپلو وړتیاوو باور ولرئ. خپل باطن مو د افرادو له ظاهر سره مه پرتله کوئ. موږ هر یو په ځان پوري منحصري خاصي وړتیاوي لرو. پر خپل کسب و کار مو وویاړئ. فرق نه کوي که یو ساده کاریګر اوسئ یا یو انجنیر، ډاکټر یا نور. مهمه دا ده چي خپل کار په صحیح معنا او سمه توګه ترسره کړئ. هومره ښه او بې عیبه چي د خپل کسب و کار سارک او نوموتی جوړ سئ.