د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله په څه باندې یو میاشتني سفر نیوزیلینډ ته تللې، چیرته چې به د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې ۵۰ اوریزه او ۳ ټیسټ لوبې ترسره شي.
د دغه سفر د لوبو پیل په یوې تمریناتي سیالۍ سره شوی و، چې پکې نیوزیلینډ د ۲ ویکټو په توپیر بنګله دیش ته ماتې ورکړې وه، خو د پرون ورځ په لمړۍ رسمي یو ورځینۍ سیالۍ کې هم بنګله دیشۍ لوبډلې کوربه نیوزیلینډ ته ماته وخوړه.
په لمړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې نیوزیلینډ ته د محمد مییتون د ۶۲، محمد سیف الدین د ۴۱ او سومایا سرکار د ۳۰ منډو پرمټ ۲۳۳ منډو هدف ورکړ، چې په ځواب کې یې نیوزیلینډ د ۲ ویکټو په زیان د دواړو اوپنر مارټین ګوپټیل د سلیزې ۱۱۷ او راس ټایلر ۴۵ ناسوځیدلو منډو سره دغه هدف پوره کړ.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اوریزه سیالي د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۶ مه او دریمه پنځوس اوریزه لوبه یې په ۲۰ مه نیټه ترسره شي.
بلخوا د درې ټیسټ لوبو سیریز د همدغه فیبرورۍ میاشتې له ۲۸ مې نیټې څخه پیل کیږي، چې د مارچ میاشتې تر ۲۰ مې نیټې پورې ښآيي دوام وکړي.
نیوزیلینډ تازه په خپل کوربه توب د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په سیریز کې څلور ماتې خوړلې دي، خو د درې ۲۰ اوریزه لوبو په لړۍ کې دوه د یو مقابل کې بیرته هندوستان ته ماتې ورکړې، خو بنګله دیشي لوبغاړي بیا د خپل کورني کرکټ سوداګریز لیګ سیالیو څخه نیوزیلینډ ته تللي دي.