ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

نوې ادارې ته د ورتګ پر مهال څو مهمې لارښوونې

ليکنه: محمد عزيز پردېس

نوې ادارې ته که هغه شخصي وي او يا دولتي، د ورتګ يا کار پيلولو کې ډېر شمېر ځوانان له ستونزو سره لاس او ګريوان وي. هېره دې نه وي، چې دلته په افغاني ټولنه کې دا هم يو له هغو ستونزو څخه ده چې هېڅ کار ورته نه دی شوی او تر اوسه پورې ورته د چا پام هم نه دی اوښتی او که پام يې اوښتی هم وي، نو ښايي د حل لارې لپاره يې ورته داسې څه نه وي موندلي چې د نورو په درد وخوري. د هېواد تېرو ناخوالو او جګړو زموږ د پرمختګ په مختلفو ابعادو دومره سیوری غوړولی دی چې، د نورو مهمو او اساسي مسئلو ترڅنګ دې برخې ته هم کار نه دی شوی.

يوه بد ذهنيت چې له بده مرغه دلته يې رواج موندلی، دا دی چې؛ زموږ ډېری برخه خلک په دې فکر دي چې له پوهنتون څخه فراغت يانې جوخت دنده بيدا کول او د عايد پيلېدل دي. دا سمه ده چې زده کړې د دې لپاره کېږي چې په راتلونکې کې د شخص برخليک روښانه او واضح وي، خو دا دې مانا نه ورکوي چې يو ځوان دې د پوهنتون له فراغت سره جوخت په دندې وګمارل شي او د پيسې ګټلو وړ دې شي. کله چې يو ځوان د افغانستان په دې اوسني غير معياري او د نړيوالو ميکانيزمونو څخه وروسته پاتې ښوونيزو مرکزو (استثنا پکې شته) څخه فارغ شي، په نشتو امکاناتو، د واسطه بازۍ په ګرم بازار کې او د کورنيو د لوړې تقاضا با وجود به څنګه وشي کولی چې ژر تر ژره ځان ته دنده او مصروفيت ومومي؟!

په هر صورت، زه نه غواړم دلته په دې هکله ډېر ژور لاړ شم، په دې ليکنه کې مې هڅه کړې ده چې د خپلې لنډې څو کلنې تجربې او د نورو درنو ملګر د تجربو په اقتباس سره د هغو ستونزو په اړه لارښوونې شريکې کړم چې يو ځوان ورسره يو نوې ادارې ته د ورتګ پر مهال مخ کېږي.

۱) کوم بست يا برخې لپاره چې بريالي کېږئ، د هغې په اړه مخکې له مخکې خپل معلومات بشپړ کړئ!

په دې هکله ستاسې پلار او مور اساسي رول لري. يو ماشوم چې کله دې نړۍ ته سترګې غړوي، پلار او مور يې مسووليت لري چې د هغه يا هغې اوصافو، عادتونو او علاقې ته په کتو ورته د هغه/هغې د خوښې وړ دنده يا مسلک وټاکي. البته په دې برخه کې د لومړنۍ دورې ښوونکو نظريات هم خورا مهم او ارزښتناک دي. کله چې يو ځوان نهم، لسم او يوولسم ټولګي ته رسېږي، نو دی بايد په دې پوه شي چې زما راتلونکې دنده او مصروفيت به څه وي؟ د دې پوښتنې ځواب به هم تاسې او هم ستاسې کورنۍ سره مرسته وکړي، ترڅو ژر تر ژره مناسب مصروفيت پيدا کړئ.

کله چې تاسې له پيله خپله رشته يا څانګه معلومه کړئ، نو په دې سره به تاسې به دې توانېدلي یاست چې د خپل مسلک په هکله کافي او بشپړ معلومات ومومئ او د دندې پر مهال د هېڅ ډول ستونزې سره مخ نشئ.

۲) د هغه ادارې یا دفتر چې تمه ده هلته کار پيل کړئ په هکله هراړخيز معلومات پيدا کړئ!

پرته له شکه چې کله يو شخص نوې ادارې ته د يو بست لپاره بريالی کېږي، نو په پيل کې له ډول ډول ستونزو سره مخ وي، لکه: د رئيس، يا مدير بشپړه سره بشپړه نابلدي، د همکارانو سره نابلدي، د رئيس يا مدير د خوی او عادت سره نابلدي او همداسې نور…
هڅه وکړئ چې به دې برخه کې له ژور فکر، مسکا او د غوره اخلاقو څخه کار واخلئ.
هڅه وکړئ چې له ډېرو خبرو ډډه وکړئ، پر وخت دندې ته حاضر شئ، خپل کار په ټاکلې نېټه ترسره کړئ، د خپل ځان په اړه مسوول شخص ته ډېر وضاحت مه ورکوئ.

۳) په هر کار کې مداخله مه کوئ او په هرڅه کې نظر مه ورکوئ!

دا معمول ده کله چې تاسې نوي کارځای ته ورځئ، هلته به مختلف کارکوونکي د مختلفو علايقو په درلودو تاسو سره ډول ډول چلند او برخورد کوي. هڅه وکړئ ورو ورو ورسره ځان بلد کړئ، د عقدوي چلند پر وړاندې عقدوي چلند مه کوئ او يوازې په ښه کار، ډېر کار او پر وخت کار سره د ټولو پاملرنه ځان ته راجلبه کړئ.

۴) په پيل کې هڅه وکړئ چې هلته د ځان لپاره يو مناسب او ښه همکار د خپل مشاور په توګه ځان ته ومومئ!

دا به ډېره ستونزمنه هم وي، چې تاسو یو څوک له وړاندې نه وي ليدلی او په هکله یې معلومات هم ونلرئ؛ د ملګرتيا د مزي غځولو هڅه ورسره وکړئ. په دې برخه کې له ډار او وېرې څخه ډډه وکړئ او په پوره اطمينان سره داسې يو همکار د ځان لپاره د مشاور او خواخوږي په توګه وټاکئ چې تاسې ته د دې نوې ادارې په هکله هراړخيز معلومات وخت پر وخت درکړي. يوه بله مهمه مسئله چې ښايي ډېری ځوانان ورسره مخ شوي وي، هغه دا ده چې نوي کارځای ته د ورتګ پر مهال هڅه وکړئ چې خپل درسپارل شوي کارونه پر وخت ترسره کړئ او په ښه ډول يې ترسره کړئ، خو هېڅکله چا ته دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسې د ښه برخورد او رويې څخه ناوړه ګټه پورته کړي او ستاسې د زورونې سبب وګرځي. د نيوکې وخت مه ورکوئ او که نيوکه هم کوي په پوره نرمښت او فکر سره يې ځواب ورکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی